لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوېس حکومت د براهمداغ بګټي د سیاسي پناه خواست رد کړی


Brahumdagh Khan Bugti
Brahumdagh Khan Bugti

د سوېسټزرلېنډ حکومت د بلوچ بیلتون خوښي مشر براهمداغ بګټي د سیاسي پناه خواست د اووه کاله انتظار ورووستو رد کړی.

په ټویټر ویب پاڼه په خپل یو ټویټر پیغام کې براهمداغ بګټي د سوېس حکومت په دغه ګام ناخوښي ښودلې او لیکلي ٫٫ د اووه کاله انتظار وروستو د سوېسټزرلېنډ حکومت اوس زما د سیاسي پناه خواست رد کړو.٬٬

براهمداغ بګټي وړاندې په خپل ټویټر لیکلي ٫٫ سوېس حکومت د پاکستان حکومت لخوا په دروغو په ما لګول شوي تورونو زما د سیاسي پناه خواست رد کړی، چې ګنې ځه د وسله والې ډلې بلوچ ریپبلکن ارمي غړی یا مشر یم. ځه دغه تورونه ردوم او بیا وایم چې زما د دغه بلوچ وسله والې ډلې سره هیڅ تعلق نشته.٬٬

براهمداغ وړاندې لیکلي ٫٫ ځه اوس هم په پاکستان کې تر ټولو مطلوبه تن یم په داسې حال چې اسامه بن لادن او حافظ سعید ته د پاکستان پوځ پناه او مرستې ورکړي.٬٬ هغه ویلي د سوېسټزرلینډ حکومت دې زما پرضد د پاکستان حکومت دغه تورونو وړاندې دغه حقاېق په نظر کې اوساتي.

په خپله خوښه جلاوطن شوی دغه بلوچ بیلتون خوښي مشر تیر کال د سوېس حکومت لخوا دغه شان یوې فیصلې وروستو په هندوستان کې هم د سیاسي پناه خواست کړی وو.

په پاکستان کې د براهمداغ بګټي پرضد یو شمیر د غدارۍ مقدمې درج شوي او د پاکستان حکومت د هغه د نیولو لپاره د نړیوالو پولیسو یا انټرپول سره تماسونه هم تند کړي دي.براهمداغ بګټي په کال ۲۰۰۶م کې د خپل نیکه نواب اکبر بګټي د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د وژل کیدو وروستو د هیواد نه بهر تښتیدلی او په سوېسټزرلینډ کې يې د سیاسي پناه لپاره خواست جمع کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG