لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام په الیپو (حلب) ښار کې جنگ روان دی


الیپو د شام تر ټولو لوې ښار دی خو د کال ٢٠١٢ راهسې د حکومتي ځواکونو، حکومت مخالف وسله والو، اسلامي وسله والو او کرد جنگیالو په منځ کې ویشلی شوی دی
الیپو د شام تر ټولو لوې ښار دی خو د کال ٢٠١٢ راهسې د حکومتي ځواکونو، حکومت مخالف وسله والو، اسلامي وسله والو او کرد جنگیالو په منځ کې ویشلی شوی دی

د شام په الیپو (حلب) ښار کې د حکومتي ځواکونو او باغیانو ترمنځ جنگ روان دی او مبصرین وايي په ورستۍ نښتو کې لږ تر لږه ۴١ ملکي کسان وژل شوي دي.

د جگړې په اړه ورستي رپورټونه وايي د جنگ زور د الیپو ښار په غربي اړخ زیات دی او پکې د اتوار، یکشنبې، د ورځې راهسې شدت راغلی دی.

د باغیانو کوښښ دی چې د روس په ملاتړ جنگیدونکې حکومتي ځواکونه په دوه برخو کې تقیسم کړي او د شا نه پرې حمله وکړي. حکومتي عسکرو د ښار ختیځه برخه محاصره کړې ده.

څیړونکې وايي په الیپو تازه جنگ کې تر دې مهال ۴١ ملکي کسان وژل شوي دي. بلخوا د شام حکومتي خبري ادارې سناء ویلي د حکومت د ولقې د لاندې په دوو ضلعو کې ٣٥ کسان د زهرجن گیس د اثراتو نه متاثر شوي دي.

په رپورټ کې د زهرژن گیس د استعمال پړه په هغه "ترهگر تنظیمونو" اچول شوي چې د حکومت په وینا تعلق يي د ترکي او د سعودي عرب سره دی.

د هسپتال یو ډاکټر ظاهر هاجو وايي ١٥ داسې کسان په زخمي حال کې راوستل شوي وو چې زهرژن گیس وهلي وو، د خولې نه ځگ تلو او باقۍ يي کولی.

څیړونکې او باغیان وايي د تازې جگړې مرکز د ښار په مینځ کې یوه ریایشي علاقه ده چې که چرې باغیانو ونیوله نو د حکومت په ولکه کې د ښار غربي اړخ ته به نور هم ور نژدې شي.

یاغیانو د الیپو په غربي برخه په حکومتي علاقو باندې خپلو حملو کې ځانمرگي حمله کونکې او درنه توپخانه استعمال کړې ده.

الیپو د شام تر ټولو لوې ښار دی خو د کال ٢٠١٢ راهسې د حکومتي ځواکونو، حکومت مخالف وسله والو، اسلامي وسله والو او کرد جنگیالو په منځ کې ویشلی شوی دی.

د صدر بشارالسد په حکومت په باغیانو د کیمیاوې وسلې د استعمال الزام لگول کیږي. د روان کال په سر کې شامي امریکائي ډاکټرانو ویلي د شام په جگړه کې د کیمیائي وسلې د استعمال دلاسه د کال ٢٠١١ راهسې ١٥٠٠ کسان تر دې محاله وژل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG