د دمشق په ختیځه برخه کې په تېرو پنځو ورځو کې د حکومتي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې د ۴٠٠ ؤ نه زیات کسان وژل شوي دي.
د فرانس خبري اداره ای ایف پي وايي په داسې مهال چې د انساني خیر ښگړې په بنیاد په ډز بندۍ اتفاق نه دی ترلاسه شوی، د دمشق په غوطه برخه کې په تازه هوايي بمبارۍ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ۴٦ نه زیات کسان ووژل شو.
ای ایف پي وايي په مجموعي توگه په غوطه د حکومتي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې په تېرو پنځو ورځو کې د ۴٠٠ ؤ نه زیات کسان وژل شوي دي.
د شام په خانه جنگۍ کې د حکومت حمایت کونکي هېواد روس ویلي د ملگرو ملتونو په امنیتي شورا کې په غوطه کې د ٣٠ ؤ ورځو دپاره د ډزبندۍ په قرارداد اتفاق نه دی ترلاسه شوی.
د قرارداد هدف دا و چې په غوطه کې د اور بند په مهال به جنگ ځپلې سیمې ته امدادي سامان ورسول شي او ملکي کسانو ته به وخت په لاس ورشي چې محفوظ ځایونو ته منتقل شي.
ایف ایف پي وايي په داسې مهال چې په ملگرو ملتونو کې سفارتي استازي د یو بل سره د قرارداد په سر نښتي وو، په غوطه کې ملکي کسان د بمبارۍ نه ځان محفوظ ساتلو دپاره په تهخانو کې پټ شوي وو، بمبارۍ کلي په کنډرونو کې بدلول او بمونه او راکټونه په هسپتالونو هم ورلگیدل.