لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د داعش وسلوال د دمشق یرموک مهاجر کېمپ نه ووتل


د داعش وسلوال او کورنۍ یې په بسونو کې د دمشق په مشرق کې صحرا په لورې تلل

په شام کې په صورتحال نظر ساتونکې یوې ډلې ویلي د داعش وسلوالو د سرښار دمشق سره نژدې خپله اخېرۍ سیمه پرېښودې ده او په نتیجه کې په دغه سیمه حکومت خپله عملداري پرځای کړه.

د سیرین ابزرویټري فار هیومن رایټس یا په شام کې د انساني حقونو د څارنې ډلې ویلی د داعش وسلوالو او کورنیو یې د پرموک نومې فلسطیني مهاجر کېمپ نه د اتوار، یکشنبې، په ورځ انخلاف پېل کړه. د داعش وسلوال او کورنۍ یې په بسونو کې د دمشق په مشرق کې صحرا په لورې تلل.

د روېټرز خبري اداره ترمخه په غربي شام کې دا د داعش د ولکې دلاندې اخېرۍ سیمه وه.

د ایسوسي اېټډ پریس خبري اداره وايي د شام حکومت او د داعش ترمنځ د دمشق په جنوبي برخو کې ډز بندي د تېرو ٢۴ ؤ گنټو راهېسې پرځای ده.

د شام حکومتي خبري ادارې دا خبره رد کړې چې د داعش وسلوالو ته د ډز بندۍ د لوظنامې دلاندې د وتلو اجازت ورکړی شوی دی. الخباریه ټي وي وايي حکومتي ځواکونه د وسلوالو خلاف د عملیانو اراده لري.

د دمشق وسیدونکو ویلي د اتوار، ېکشنبې، په ورځ حالات پرسکون وو او حکومتي جهازونو پروازونه نکول. حکومت پلوه الوطن ورځپاڼې ویلي د داعش وسلوالو تسلیم شوې دي.

د صدر بشارالسد ځواکونو یوه میاشت وړاندې د دمشق په جنوبي برخو کې د وسلوالو پرضد عملیات پېل کړل، په نتیجه کې یې د یرموک کېمپ ٧٠ فیصد برخه د حکومتي ځواکونو په لاسو ورغلې ده او د کال ٢٠١١ ورسته دا وړمبی ځل دی چې حکومت په مکمله توگه په سرښار خپله قبضه پرځای کړه.

په یرموک کې هغه فلسطینیان ژوند کوي چې په کال ١٩۴٨ کې د موجوده اسرائیل نه وتلي وو.

XS
SM
MD
LG