لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرد ځواکونو د ترکي خلاف د صدر بشارالاسد سره لوظنامه وکړه


د شام د حکومتي خبري ادارې په دې تصویر کې د لوظنامې وروسته د شام حکومتي ځواکونه د ترکي د سر په لورې کلي تل امر په لورې حرکت کوي
د شام د حکومتي خبري ادارې په دې تصویر کې د لوظنامې وروسته د شام حکومتي ځواکونه د ترکي د سر په لورې کلي تل امر په لورې حرکت کوي

د شام حکومتي ځواکونو د هېواد په شمال کې د ترکي د سرحد په لورې مختلفو کلیو ته پرمختگ کړی دی چې له امله یې د ترک ځواکونو سره د جنگ امکان پېدا شوی دی. ترک عسکرو په سیمه کې په داسې حال کې عملیات پېل کړې چې امریکايي ځواکونه د سیمې نه وځي.

د شام د حکومتي ځواکونو د پرمختگ نه څه گنټې وړاندې کرد ځواکونو اعلان وکړو چې د صدر بشارالاسد حکومت یې لوظنامه وکړه.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته د شام حکومت او د شام د کردانو ترمنځ لوظنامه په سیمه کې د مختلفو قوتونو ترمنځ په اتحادونو کې لوې بدولون دی چې له امله د علاقې په بې ثباتۍ کې په چټکتیا زیاتوالی شوی دی.

ای پي وايي د کردانو او د شام د حکومت ترمنځ د معاهدې په ترڅ کې د شام او ترکي ځواکونو د جنگ امکان او د داعش وسله والې ډلې د بیا قوي کېدو امکان پېدا شوی دی.

په شمالي شام کې د ترک پوځي عملیاتو په نتیجه کې د کردانو د خپلواکۍ وخت هم ختمېدونکی دی ځکه چې کرد ځواکونو د خپلې والکې دلاندې مورچی د شام حکومتي ځواکونو ته سپارل پېل کړې دی.

د شام یو افسر ای پي خبري ادارې ته وویل چې دوی په پوله خپلو عادي چېک پوسټونو ته بېرته تگ شروع کړی دی.

ترکي په سیمه کې خپلو عملیات جاري ساتلي دي او امریکې او د نېټو پوځي ائتلاف ته یې ویلي چې د ترکي مخه دې نه نیسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG