لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام : ځانمرگي برید کې لږ تر لږه 25 کسان وژل شوي


چارواکي وائي پيښه کې نزدې 46 کسان ژوبل شوي دي
چارواکي وائي پيښه کې نزدې 46 کسان ژوبل شوي دي

په شام کې حکومتي مېډیا خبر ورکړې دې چې په پایه تخت دمشق کې په یو ځانمرگي برید کې لږ تر لږه 25 کسان وژل شوي او لسگونو ژوبل شوي دي.
د شام سرکاری صنا خبري سرچېنې ویلي چې ځانمرگي تن د جمعې په ورځ د دمشق په مرکزي مېدان سېمې کې ځان الوځولې دې.
چارواکي وائي پيښه کې نزدې 46 کسان ژوبل شوي دي.
خبرې ادارې وایی ددغه ځانمرگي برید هدف د پولېسو یو وړونکې یو بس ؤ.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسولېت په غاړه نه دې اخستې. دوه اونی وړاندې هم دمشق کې په حکومتی ودانیو ترسره شوي دوؤ بمي بریدونو کې 46 کسان وژل شوي وؤ. 

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG