د ترکي صدر رجب طیب اردوان وايي د شام عفرین سیمې مرکز د ترکې او د دوی ائتلافي شامي وسله والو د ولقې د لاندې دی او په دغه ښار د ترکې بیرغونه پورته کړی شوي دي.
د رایټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه د ترکې پلوه شامي یاغیانو ویاند د دې وړاندې ویلي وو چې یاغیان د اتوار، یکشنبې، نمر خاښته نه وړاندې عفرین ښار ته ورننول او د واي پي جي په نوم مشهور کرد ملیشا یې د ښار نه ویستله.
برطانیه کې د شام د بشري حقونو د څار ډلې د خالي په ورځ ویلي وو چې د تېرې شورو یا چارشنبې د ورځې راهسې د عفرین نه یونیم لاکه خلکو خپل کورونه پریښودي. د ترکې جنګې جهازونو بیګا د شپې په دغه ښار بمباري کړې ده.
بلخوا د روسي میډیايي رپورټونو ترمخه د اتوارپه ورځ د پایتخت دمشق سره نزدې مشرقي غوطه سیمې نه لږترلږه ۲۰ زره خلکو کډې کړي.
د ملګروملتونو عمومي سیکتر انتهونیو ګوټیرس د جمعې په ورځ ویلي چې د شام مشرقي غوطا او آفرین نه د جنګ له کبله په غټه کچه د عامو خلکو په بې کوره کیدو باندې ډېر فکرمند دی.
نوموړي ویلي پدې ډېرافسوس کوي چې په ګرد شام کې د دښمنۍ ختمولو لپاره د ملګروملتونو امنتي شورا ۲۴۰۱ قرارداد باندې عمل نه دی شوی کوم چې د مارچ په څلورمه نېټه باندې منظور کړی شوی وو.
نوموړي د شام په جګړه کې بوخت په ټولو اړخونو باندې غږ کړی چې په جنګ ځپلو سیمو کې ګېرخلکو ته د خنډانو اچولوبغیرد بشري مرستو رسولواجازت ورکړي.
د ملګروملتونو د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې اداره یونیسیف واي دوي د مشرقي غوطا نه کډه کوونکو ۵۰ زره پورې خلکو ته د مرستو ورکولو پلانونه جوړکړي چرته چې د شام حکومتي ځواکونه د بیا قبضې لپاره دتېرې یو میاشت راهسې جنګ کوي.