لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په شام کې د بې درکه کسانو کورنیو د امریکايي ائتلاف نه د خپلوانو په لټون کې مرسته غوښتي


د امریکې پلوه سیرین ډیموکریټک فورسز یو عسکر په رقه کې مورچه نېولي

په شام کې د بې درکه شوو ملکي کسانو خپلوانو د صدر بشارالاسد حکومت خلاف د امرېکې په ملاتړ جنگیدونکې ائتلاف غږ کړی دی چې د دوي د عزیزانو په درک لگولو کې دې مرسته وکړي. بلخوا د نړي وال ائتلاف په بمبارۍ کې تر ١٠٠ ؤ پورې د شام حکومت پلوه وسله وال وژل شوي دي.

د امریکې په مشرۍ کې نړي وال ائتلاف وویل د صدر بشارالاسد پلوه ځواکونو د دوي پرضد جنگیدونکو سیرین ډیموکریټک فورسز په مرکز د شورو، چارشنبې، په ورځ بغیر څه راپارونې حمله وکړه.

د امریکې د فاع وزارت یا پینټگان ترجمانې ډینا وایټ وویل په سیرین ډیموکریټک فورسز د حملې په ځواب کې ائتلافي ځواکونو د توپخانه او هوایي بمبارۍ نه کار واخیستلو.

د شام سرکاري مطبوعاتو وویل د ائتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې هغه مسلح قبایل په هدف شوي چې د داعش او د سیرین ډیموکریټک فورسز یا ایس ډي ایف خلاف جنگیدل. په دغه رپورټونو کې د ائتلافي ځواکونو بمباري د اشغال په نوم یاده کړی شوه او وې ویل چې په نتیجه کې یې گڼ شمیر کسان ووژل شو.

امریکايي ځواکونو په شام کې د ٢٠١۴ راهسې د داعش خلاف هوايي بمباري شروع کړې ده. یو کال ورسته، روس د صدر بشارالاسد په حمایت کې د وسلوالو خلاف عملیات پیل کړل.

په داسې حال کې چې داعش ته ماتی ورکړی شوی دی په شام کې د سلگونو په شمیره کې د هغه کسانو خپلوانو د سیرین ډیموکریټک فورسز نه غوښتنه کړې ده چې داعش بې درکه کړې دي.

د بې درکه کسانو خپلوان وايي دوي ته دې وویل شي چې عزیزان یې مړه دی او که ژوندي.

د دیا شاکرځوی بې درکه وايی هغې ته دې وویل شي چې ځوی یې مړ او که ژوندی دی.

ځينې کسان چې داعش تښتولي وو، امریکايي ائتلاف ازاد کړې دي.

په ازاد شوو کسانو د عیسايي مذهب سره تعلق لرونکي ریتا حبیب هم ده. هغې درې کاله د داعش په غلامۍ کې تیر کړل. هغې وویل دداعش په بند کې هغې ته وویل شوي وو چې د هغې په رنگ د یزیدي فرقي ٢٥٠ ښځې داعش نیولې دي.

خو د گڼ شمیر بې درکه کسانو په اړه هیڅ معلومات نشته.

د شېرکو حسن نومې تن ځوی بې درکه دی. هغه وايی د تیرو اتوو نهه میاشتو راهسې یې د بچې په اړه هیڅ نه دي اوریدلي.

XS
SM
MD
LG