لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام : باغي پوځيانو 27 عسکر وژلي


شام کې حکومت ضد احتجاج په اوسنو مياشتو کې د تشدد شکل خپل کړى ، چې پکې دپوځ څخه باغي شوؤ عسکرو لخوا په پوځ بريدونه او دپرامنه مظاهرينو لخوا دوسلو استعمال شامل دى
شام کې حکومت ضد احتجاج په اوسنو مياشتو کې د تشدد شکل خپل کړى ، چې پکې دپوځ څخه باغي شوؤ عسکرو لخوا په پوځ بريدونه او دپرامنه مظاهرينو لخوا دوسلو استعمال شامل دى

د بشري حقونو د تحفظ د کارکوونکو وينا ده د شام پوځ نه بيلو شوؤ کسانو 27 عسکر وژلي او په يو نوي رپورټ کې په پوځي چارواکو تور لگول شوى چې هغوي داحتجاج اودرولو لپاره دهررقم ضروري وسيلو کارولو اجازت ورکړى.
لندن کې قائم شام کې د بشري حقونو يو څارنيز تنظيم وئيلي دي چې دغه وژنې جنوبي صوبه دارا کې دزيارت په ورځ سحر مهال رامينځته شوي دي.
شام کې حکومت ضد احتجاج په اوسنو مياشتو کې د تشدد شکل خپل کړى ، چې پکې دپوځ څخه باغي شوؤ عسکرو لخوا په پوځ بريدونه او دپرامنه مظاهرينو لخوا دوسلو استعمال شامل دى.
بل لوري ته دبشري حقونو يو نړيوال تنظيم هيومن رائټس واچ دزيارت په ورځ خپل يو رپورټ کې وئيلي دي چې پوځ څخه بيل شوؤ عسکرو د74ؤ داسې کمانډرانو او چارواکو نومونه اخستي چې دهغوي په قول په بې وسلې مظاهرينو دبريدونو ذمه وار دي.
دتنظيم ترمخه دپخوانو پوځيانو او استخباراتي ايجنسو دچارواکو سره ترسره شوؤ مرکو څخه معلوميږي چې په دې څه شک نشته چې امنيتي ځواکونه په لويه پيمانه دبشري حقونو سرغړونو کې ککړ دي.
ملگرو ملتونو وئيلي دي سږ کال دمارچ څخه شروع شوي دغه احتجاجي تحريک کې تر دې مهاله دوژل شوؤ کسانو شمير د5,000ؤ څخه اوښتى، خو ملگرو ملتونو کې دشام سفير دغه شميره ناتائيده گرځولې او مسترد کړې يې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG