لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د تاجکستان په سرحدي څوکۍ د داعش په حمله کې ١٧ کسان وژل شوي


د افغانستان په بدخستان ولایت کې د افغانستان او تاجکستان پوله. تاجک مامورین وايي په هېواد په سرحدي څوکۍ حمله کوونکي د داعش وسله وال د افغانستان څخه ورغلي وو

د داعش وسله والو د تاجکستان په یوه سرحدي څوکۍ حمله وکړه او یو محافظ او یو پولیس یې ووژلو. د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ١٥ حمله کوونکي ووژل شو. دا خبره تاجک مامورینو کړې ده.

د تاجکستان د قامي امنیت کمېټۍ وویل د ازبکستان سره په پوله د تاجکستان په سرحدي څوکۍ تر ٢٠ پورلې وسله والو حمله وکړه. دغه سیمه د تاجکستان د سرښار دوشنبې نه د ٦٠ کلومېټره په فاصله پرته ده او وېل کېږي چې حمله کوونکي د افغانستان نه ورغلي وو.

په سمدستي ډول داعش د حملې ذمه واري نه ده اخیستې.

د تاجکستان د امنیت کمېټۍ وویل ١٥ حمله کوونکي چې مخونه یې پټ وو د عسکرو په ځوابي ډزو کې ووژل شو او پنځه نور ژوندې نیول شوې دي. په حمله کې یو امنیتي عسکر او یو پولیس افسر هم ووژل شو. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وویل د حمله کوونکو څلور موټرې هم تباه کړی شوي دي.

د تاجکستان د قامي امنیت کمېټۍ وویل د داعش مبینه حمله کوونکي د افغانستان د کندز ولایت څخه تاجکستان ته داخل شوي وو.

د رېډیو ار اېف ايي ایل د خبریالانو ترمخه، امنیتي ځواکونو په سیمه کې سړکونه بند کړي وو او دوی ته د حملې ځای ته د ورتلو اجازت ور نکړی شو.

تېر کال داعش په تاجکستان کې د څلورو غربي سایکل سورو کسانو د وژلو ذمه واري منلې وه. داعش سږ کال او تېر کال په تاجکستان کې په دوو زندانونو کې د خونړي اړي گړي مسؤلیت هم منلی و.

د تاجکستان په سرحدي څوکۍ د داعش د حملې خبره په داسې ورځ شوي چې تاجکستان د ائین ورځ لمانځله او قامي کچه رخصتي وه او د تاجکستان صدر امام علي رحمانوو د یورپ په سفر و.

XS
SM
MD
LG