لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړېوال څار: په افغانستان کې داعش د ماشومانو د پوډر له درکه پیسې گټي


د ماشومانو د پوډرو په جوړولو کې ټالک کارول کیږی او افغانستان د ټالک سترې زیرمې لري
د ماشومانو د پوډرو په جوړولو کې ټالک کارول کیږی او افغانستان د ټالک سترې زیرمې لري

گلوبل ویټنېس، یا د نړېوال څار ډلې د نهې ـ سه شنبې په ورځ رپورټ ورکړ چې په افغانستان کې د داعش ډلې جنگیالي، هر کال د ټالک له درکه سلگونه زره ډالره پېسې لاس ته راوړي او دا ټالک زیاتره امریکې او یورپ ته رسیږي.

گلوبل ویټنېس پخپل رپورټ کې د افغانستان د کانونو وزارت په حواله لیکلي چې یواځې سږکال تر مارچ میاشتې پورې، کابو ٥٠٠٠٠٠ ټنه ټالک له افغانستان څخه بهر ته صادر شوي. ټالک هغه معدني مواد دي چې د ماشومانو د پوډر، او د رنگونو په گډون، د ډېرو شیانو په جوړولو کې کارول کیږي.

ویل شوي چې د افغانستان نه صادر شوي کابو ټول دغه اندازه ټالک، پاکستان ته انتقال شوي چې بیا وروسته له پاکستانه نورو ملکونو ته صادر شوي دي. گلوبل وېټنېس زیاتوي چې امریکا ته د ټول وارد شوي ټالک درېیمه برخه، له پاکستانه راځي. همدا راز له پاکستانه ډیری نور صادر شوي ټالک، د اروپایي اتحادیې ملکونو ته رسیږي.

د نړېوال څار یا گلوبل ویټنېس ډلې د کمپاین د چارو مشر، نیک ډونووان، پخپل بیان کې وغوښتل چې پر وارداتو دې سخت پام ونیول شي، او زیاته یې کړه: «امریکایي او اروپایي مصرفوونکي په ناخبره توگه، په افغانستان کې د افراطي ډلو سره د مالي ملاتړ مرسته کوي.»

د منرالونو او د لاجوردو په شان د قیمتي تیږو د کانونو ناقانونه کیندل، طالبانو ته د پیسو لاسته راوړلو یوه ستره سرچینه ده، او د گلوبل ویټنېس رپورټ وایي چې داعش په ننگرهار ولایت کې، چیرته چې د هغوی د فعالیت سیمه گڼل کیږي، د کانونو د کنټرول پر سر جگړه کوي.

د ننگرهار ولایت چې له پاکستان سره جوخت پروت دی، د ټالک، او همدا راز د کرومایټ په شان منرالونو، او د ماربل یا مرمر تیږو سترې زېرمې لري. ددې ترڅنگ، ننگرهار د مخدره توکو د قاچاق یوه لویه لار هم گڼل کیږي.

د افغانستان د لاجوردو ځیني کانونه هم د یاغیانو په لاس کې دي
د افغانستان د لاجوردو ځیني کانونه هم د یاغیانو په لاس کې دي

د گلوبل ویټنېس یا نړېوال څار په تازه رپورټ کې د داعش تندلارې ډلې د یو مشر خبره هم رااخیستل شوې چې ویلي یې دي په ننگرهار ولایت کې پر معدني پانگو باندې کنټرول لاسته راوړل، د هغو لومړیتوب دی. د داعش دغه قوماندان ویلي: «کانونه د مافیا په لاس کې دي... او موږ، چې په هره بیه کیږي، دا کانونه به لاس ته راوړو.»

افغان امنیتي چارواکي له ډېرې مودې په ننگرهار کې د ټالک او کرومایټ په شان معدنیاتو د ناقانونه ټرافیک په اړه اندېښمن دي. گلوبل ویټنېس وایي چې داعش ډلې ته د ننگرهار ولایت د کانونو له درکه د لاسته ورغلو پیسو معلومول خو ستونزمن دی، مگر اټکل کیدای شي چې له دې درکه به داعش په منځنۍ کچه، د کاله سلگونه زره ډالره پیدا کوي.

دا پیسې دومره ډیری نه ښکاري، خو د امریکې د پوځ په اټکل، په ننگرهار کې د داعش ډلې د جنگیالیو شمېر د ٧٥٠ او ٢٠٠٠ ترمنځ ده، مانا دا چې د جنگیالیو د شمېر په پرتله، یادې شوې پېسې به دغې ډلې ته د عوایدو لویه سرچینه وي.

د افغانستان د کانونو د وزارت ویاند وویل چې یوه ځانگړې کمیټه لا د وخته جوړه شوې چې دې مسئلې ته، د امنیتي او استخباراتي څانگو په مرسته، رسیدگي وکړي. نوموړی وزارت به په دې اونۍ کې یو پرېس کنفرانس هم دایر کړي او په هغه کې به د گلوبل ویټنېس یا نړېوال څار د ډلې پر دغه نوي رپوټ خبرې وکړي.

ژباړه: احمد فؤاد لامع

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG