لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان وايي چې د مشرانو نومونه یې له تور لیسته ایستل شوي دي


افغان طالبانو څرگنده کړې ده چې ملگرو ملتونو د طالبانو د تنظیم پر هغو مشرانو لگېدلي بندیزونه په موقت ډول لېرې کړي کوم چې له امریکا سره د جگړې د ختمولو پر لارو چارو مذاکره کوي.

طالبان په داسې حال کې دا خبره بربنډه کړې چې تمه کیږي د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد او ورسره مذاکراتي ډله یې، د همدې میاشتې په وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو له مشرانو سره په قطر کې خبرو ته کیني. د دې مذاکراتو دواړه اړخونه وایي چې له هغه وخته چې د دوی ترمنځ تماسونه شروع شوي، په تیرو څو میاشتو کې یې ثابته پرمختگ کړی دی.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، له وي او اې سره په خبرو کې وویل چې د دوی په مذاکراتي ډله کې د ټولو ١۴ غړو او په قطر کې د طالبانو د غیررسمي سیاسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر، نومونه د ملگرو ملتونو له تور لیست نه ایستل شوي دي. هغه کسان چې په دې لیست کې شامل وي، د ملگرو ملتونو د ټولو غړو ملکونو لخوا ورباندې مالي بندیزونه، د سفر بندیزونه او همدا راز د وسلو د اخیستو بندیزونه لگېدلي وي.

د طالبانو د دې اعلان په وړاندې چې ملگرو ملتونو د دوی د مشرانو نومونه له دې لیسته په موقتي توگه ایستلي، تر اوسه ملگري ملتونو او یا امریکا کوم غبرگون نه دی څرگند کړی. افغان حکومت هم په دې اړه تر اوسه څه تبصره نه ده کړې.

افغان طالبانو له ډېرې مودې راهیسي دعوه کوله چې د ملگرو ملتونو لخوا د دوی پر مشرانو لگېدلي بندیزونو، په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره هلو ځلو ته خنډ پیښ کړی دی. طالب چارواکي اوس وایي چې زلمي خلیلزاد له دوی سره د خبرو په وروستي دور کې چې په مارچ کې ترسره شو، وعده کړې وه چې نومونه به یې په موقت ډول له تور لیست نه وکاږي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG