په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو محمد داریس د افغانستان بانک موقتي مشر وټاکلو.
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "د دولتي اداراتو او بانکي مسائلو د تنظیم او د خلکو مشکلاتو ته د رسیدګۍ په هدف د اسلامي امارت مشرتابه لخوا محترم حاجي محمد ادریس د افغانستان بانک سرپرست لوی رئیس په توګه و ټاکل شو."
بلومبرګ خبري اداره د محمد ادریس په اړه په خپل رپورټ کې وايي چې د د طالبانو د اقتصادي شورا مشر و او د تعلیمي قابلیت او د مالي او بېنکي چارو په اړه د هغه د تجربې په باره کې څه ډیر معلومات نشته.
بلومبرګ وايي په تېره هفته کې د خوراک د بنیادي ضرورت شیانو لکه د اوړو او خوراکي تېلو بېعې ۳۵ فیصد زیاتې شوي، په کابل کې د دوایانو زیاتره دوکانونه بند دي او د کابل په زیاتره برخو کې لارې کوڅې خالي دي..
د ښاغلي ادریس د ګمارل کېدو نه وړاندې د افغانستان بانک سرپرست مشر اجمل احمدي و چې په کابل د طالبانو د واک وروسته د ملک نه ووتلو.
ښاغلي احمدي په یو ټويټ کې ويلي په بېنکونو کې د هېواد شتمنیو ته هېڅ زیان اوښتی نه دی او نه د کوم بېنکي حساب نه پیسې پټې شوي دي.
د افغانستان بانک موقتي مشر په داسې حال کې ګمارل شوی دی چې د امريکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او نورې مېډيا ويلي چې د ولسمشر جوبایډن ادارې د امريکې په بېنکونو کې د افغانستان نهه اشاريه پينځه یا نهه نیم اربه ډالره منجمد کړي دي.
د صدر جو بایډن د حکومت یو چارواکي واشنګټن پوسټ ته په يو بيان کې وويل چې په امریکا کې د افغانستان ملي بېنک شتمنۍ به طالبانو ته نه ورکوي.
د اجمل احمدي ترمخه د افغانستان په دغه شتمنۍ کې ډالر، سره زره ، بانډونه او نوره سرمایه ده چې وایي ډېره یې د نیویارک په فېډرل ریزرو او نورو ادارو کې پرته ده.