لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حقونو کارمندان: د طالبانو د حجاب سختي افغانې ښځې نورې هم کونج ته کوي


د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت وياند عبدالغفار فاروق ای پي ته ويلي د بد حجاب په سر دغه ښځې درې ورځې وړاندې نيولې شوي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت وياند عبدالغفار فاروق ای پي ته ويلي د بد حجاب په سر دغه ښځې درې ورځې وړاندې نيولې شوي دي.

واشنګټن- طالبانو په وړومبي ځل افغانې ښځې په دې نيولي او بنديوانې کړي چې حجاب يې سم نه دی او په غبرګون کې يې د افغان مېرمنو د حقونو د پاره په افغانستان کې کارکونکي وايي دا د دغې ډلې له خوا يوه هڅه ده چې ښځې نورې پابندې کړي او د ولسي ژوند نه يې لرې کړي.

د افغانو ښځو د حقونو د تنظيم اتفاق او يوالي غړې صنم کبيري وايي “دا په ښځو د نورې سختۍ راوړلو يوه پلمه ده. دوی غواړي ښځې د بهر وتلو نه منع کړي که څو هم اړينه وي چې بهر لاړې شي”.

د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت وياند عبدالغفار فاروق ای پي ته ويلي د بد حجاب په سر دغه ښځې درې ورځې وړاندې نيولې شوي دي.

البته وياند د نيولو شوو ښځو شماره ونه ښودله او دا يې هم واضحه نه کړه چې دوی د طالبانو د لباس اصول څنګه مات کړي دي.

کبيري وي او ای ته ويلي چې په افغانستان کې ښځې حجاب کوي خو ممکن که په دې نيولې شوي وي چې جينز يې اچولي وي، تنګې جامې يې اغوستې وي او لا يې رنګدار څادر په سر کړی وي.

په می کال 2022 کې طالبانو فتوا ورکړې وه چې ښځې دې د سر نه د ښپو پورې بورقې اغوندي او يوازې دې سترګې ښکاره ساتي.

کبيري وويل “ښځې د خپلو حقونو نه د بې برخې کولو د پاسه اوس طالبان دوی د حجاب په سر نيسي او د دې مقصد دا دی چې ښځې د ټولنې د ژوند نه بهر کړي او ژوند يې نور په دوزخ کې کړي”.

په کال 2021 کې د واک نيولو وروستو طالبانو په افغانستان کې په ښځو زورواکي سؤره کړې ده. د طالبانو په واکمنۍ کې اوس ښځې لوړو زدکړو ته نه پرېښودل کيږي او سکولونو پوهنتونونو ته په تګ يې بندېز دی. په حکومتي او غيردولتي ادارو کې کار نه شي کولی، د پينځه څلوېښت ميلو نه زيات سفر نه شي کولی، د هېواد نه بهر د خپل نزدې خپلوانو بغير سفر نه شي کولی او پارکونو او صحت سازۍ ځايونو ته په تللو يې بندېز دی.

د ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو خصوصي استازي رچرډ بېنېټ په خپله ايکس پاڼه ليکلي “دا نيول په افسوس سره د ښځو ازادي او اظهار رای نوره محدودوي او د هغو حقونه پايمالوي”.

بېنېټ په طالبانو غږ وکړ چې بنديوانې ښځې دې بغير د څه لم ليټ کولو او شرطونو ازادې کړي.

د طالبانو حکومت د ښځو او دوی د پاره د کارکونکو خلاف زورواکي روانه ساتلې ده.

د افغانو ښځو د حقونو کارمنده ديبا فراحمند وايي “په عمومي توګه مونږ وينو چې په تېر دونيم کاله کې طالبان په ښځو تشدد کوي”. هغه وايي طالبانو ښځې او د هغو د حقونو مبارزين نيولي او بنديوان کړي.

هيومن رايټس واچ په نومبر کې په خپل رپورټ کې ويلي وو چې طالبان د بندي تنانو سره ډېر بد چلن کوي او اکثر يې وهي ټکوي.

په افغانستان د ښځو د سياسي شرکت تنظيم مشره ترنم سيدي وايي “ دا نه ده معلومه چې طالبان دا جينکې چرته وړي او هغو ته څه څه پېښيږي”.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو مېشن يوناما په خپله ايکس پاڼه د دې بنديوانولو په اړه ليکلي چې دا د انديښنې وړ عمل دی او د افغانو جينکو او کارمندانو يو اړخيزه بنديوانول دي. “يوناما دې يو اړخير عمل ته د پايې ټکې کېښول غواړي او د دوی خپلو کورنو، وکيلانو، خيال ساتنې او منصفانه مقدمو ته لاس رسی غواړي”.

د طالبانو وياند زبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو غوښتنه رد کړې او وايي هيڅ يو اړخيز عمل نه دی شوی او د ښځو د نيولو په لړ کې اخستلي ګامونه قانوني او د شريعت په چوکاټ کې دي.

د نهې په ورځ د امريکا د خارجه چارو وزارت وياند ميتهيو مېلر ويلي “امريکا د طالبانو له خوا د افغانو ښځو او جينکو خلاف د زورواکۍ د فتواګانو او ټولشموله حکومت نه جوړولو ته انديښمنه ده”.

ايمنسټي انټرنيشنل وايي طالبانو په هغه ښځو پسې راخستې ده او بنديوانوي يې چې ټول وجود يې پټ نه وي او لا د يوازې سترګو ښکاره کولو سخت قانون نه مني.

په خپله ايکس پاڼه اداره وايي “د طالبانو د لباس حکم, زورواکي او يو اړخيزه نيول د ښځو د ازاد ګرځېدو او د اظهار د حق نوره خلاف ورزي ده”. وايي دا نيول دې بند کړل شي او بنديوانې ښځې دې ازادې کړل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG