سفارتي سرچینو د جمعې په ورځ امریکا غږ ته ویلي، په افغانستان واکمنو طالبانو ژمنه کړې چې د هغو اورپکو د فعالیتونو "بې اغېزې کولو" لپاره " به کوټلي ګامونه" پورته کړي چې د ګاونډي هیواد پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه پلانوي.
دپاکستاني اؤ طالب چارواکو ترمنځ په دې اړوند شوؤ خبرو نه باخبره سرچینو ویلي، دغه ډاډ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کوربه توب د یوه لوړ پوړي پاکستاني پلاوي سره په دوه اړخیزه ناسته کې ورکړل شوی دی.
د دغه پلاوي مشري د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني کوله، چې په ډله کې ورسره نور لوړ پوړي چارواکي هم شامل وؤ.
دپاکستان د ځانګړي استازي په مشرۍ داسلام اباد نه کابل ته د لوړ پوړي پلاوي دا سفر په داسې حال کې شوی چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه زیات شوي دي.
دپاکستاني طالبانو تحریک يا ټي ټي پي په پاکستان کې د ترهګرۍ د رامنځته شوؤ زیاترو پېښو ذمه واري پخپله غاړه اخستې ده.
اسلام اباد تورونه لګوي چې افغانستان کې د ټي ټيپي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړل شوې دي اؤ رپورټونه وایي دطالبانو له واکمنېدو راپدیخو په تېرو دوؤ کالو کې د پولې پورې غاړې نه دپاکستان پرضد بریدونه سیوا شوي دي.
په تير کال کې تقریباً هره ورځ د ټي ټي پي په بريدونو کې په سلګونو پاکستاني پوليس او عسکر وژل شوي دي.
سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ دشوؤ خبرو "ټینګار" د ټي ټي پي دفعالیتونو په اړوند ؤ .
دغه سرچینه وایي "افغان لوري ته ویل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان له خوا د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخیستل د اسلام اباد لپاره جدي اندیښنه ده"
سرچينې پرته له دې چې نور جزيات ورکړي، زياته کړه، د کابل چارواکو "د ټي ټي پي د فعاليتونو د بې اغېزې کولو لپاره د کوټلو ګامونو ډاډ ورکړو"
غونډې دا پریکړه هم وکړه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د نزدې 2,600 کلومیټره پولې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت بیاکتنې لپاره به دواړه لوري خپلو کې "منظمه مشورې" کوي.
په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو د دې خبرو جزئیات نه دي خپاره کړي، د متقي دفتر د هغه په حواله ویلي چې دواړه هیوادونه باید د داسې عامه بیانونو له ورکولو ډډه وکړي چې دوه اړخیزه بې باوري زیاتوي.
د طالبانو دحکومت خارجه وزیر ویلي "هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د دواړو هیوادونو اړیکې خرابې کړي." په ایکس رسنۍ (پخواني ټویټر) خپور شوي د امیرخان متقي بیان کې د ټي ټي پي یادونه نه ده شوې، او نه یې د دې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي په اړه د کابل لخوا شوې ژمنې ته اشاره کړې ده.
طالبان دریځ لري چې دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې دوی د طالب چارواکو سره "ویډیو شواهد" او د مشکوکو افغان طالب وسله والو جسدونه شریک کړي چې په وروستیو "ترهګریزو" بریدونو کې د ټي ټي پي د وسله والو سره یوځای شوي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
د ټي ټي پي مشرانو په ښکاره توګه د افغان طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده سره بیعت کړی دی.
د ټي ټي پي وسله واله ډله دیو تنظیم په شکل کې په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې راڅرګنده شوې وه او بیا یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو پر ضد د طالبانو تر څنګ جګړه کړې وه.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام ویسټ تیره اوونۍ په واشنګټن کې یوه سیمینار ته وویل، "هغه ډله چې د سیمې ثبات ته تر ټولو ستر ګواښ دی، ټي ټي پي دخ. موږ په پاکستان کې په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی لیدلی دی"
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې ټول امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل، څو ورځې وروسته له هغې چې طالبانو د دغه هېواد واک تر لاسه کړ او په افغان جګړه کې یې د امریکا نژدې ۲۰ کلنه ښکېلتیا پای ته ورسوله.
Forum