لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان طالبانو د اختر په شپو ورځو کې ډزبندي اعلان کړه


طالبانو نن د نهې - سې شنبې په ورځ یو بیان جاري کړی او ویلي یې دي چې د خلکو د لا اطمینان او خوښۍ په خاطر به طالبان د اختر په شپو ورځو کې هېڅ ډول عملیات نه کوي. طالبانو د اختر په شپو ورځو کې د ډزبندۍ په اعلانولو سره دا هم ویلي چې که په طالبانو کوم برید وشي، نو د دوی جنګیالي کولی شي کلک ځواب ورکړي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي سمدستي د طالبانو د ډزبندۍ هرکلی کړی دی او هغه یې یو مهم ګام بللی، خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان خلک د تل پاتې ډزبندۍ او د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د نېغ په نېغه مذاکراتو غوښتونکي دي.

د طالبانو او حکومت ترمنځ په لومړي ځل چې ډزبندي شوې وه، نو ګڼ شمېر وسله وال طالبان حکومتي سیمو ته ولاړل او له عسکرو سره یې ګډ تصویرونه هم ایستلي و، خو دا ځل د طالبانو مشرتابه په جنګیالیو غږ کړی چې نه دې د حکومت تر واک لاندې سیمو ته ځي او نه دې هم حکومتي کسانو ته اجازه ورکوي چې د طالبانو سیمو ته ننوځي.

طالبان په داسې حال کې د اختر په درېیو ورځو شپو کې د ډزبندۍ اعلان کړی چې ولسمشر محمد اشرف غني تازه په تازه ویلي چې د پنځه زره طالبانو د خلاصون پروسه به ډېر ژر بشپړه شي.

د ارګ پر ټویټر پاڼه د ولسمشر غني له قوله لیکل شوي: په دې ګام سره، مونږ تمه لرو چې د یوې هفتې په ترڅ کې له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو ته کښینو. مونږ پر طالبانو غږ کوو چې مونږ سره دې مذاکراتو ته کښیني او هلته فورأ په یو دایمي او جامع ډزبندۍ موافقه وشي. په راتلونکي اختر کې یوې ډزبندۍ ته ژمن پاته کېدل به د آینده موضوعاتو دپاره لاره څرګنده کړي.

که څه هم معلومه نده چې بین الافغاني مذاکرات به چېرته او څه وخت ترسره شي، خو د پنځه زره طالب قیدیانو د خلاصون لړۍ بشپړولو ته د حکومت تعهد دا ښیي چې د بین الافغاني مذاکراتو امکان، تر بل هر وخت زیات شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ناروې ته تللی او هلته یې د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي.

داسې نښې نښانې شته چې ممکن ناروې په آینده کې د بین الافغاني مذاکراتو کوربه وي.

د طالبانو د نن ورځې د بیان نه مخکې، پرون د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت یو پیغام خپور کړ چې په کې یې ویلي د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې خنډونه دې لیري کړی شي.

هغه د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره د خپلو طالب بندیانو پر خلاصېدو ټینګار وکړ.

خو افغان حکومت تر دې مخکې پخپلو بیانونو کې ویلي و چې د طالبانو لخوا د تشدد زیاتېدو خلک د سولې پر بهیر بې باوره کړي او بین الافغاني خبرو په وړاندې لوی خنډ طالبانو جوړ کړی دی.

افغان حکومت تر اوسه څه باندې ۴۰۰۰ طالب بندیان له قیده آزاد کړي، خو تر اوسه جنجال په دې و چې د طالبانو د پنځه زره کسیز لیست له جملې نه به نږدې شپږ سوه پاته طالبان نه خوشې کوي.

ولسمشر غني چې اوس ویلي د پنځه زره طالب قیدیانو د خلاصون پروسه به بشپړه شي، بیا هم ښکاره نده چې پاته هماغه شپږ سوه بندیان به خوشې شي کوم چې طالبانو یې لېست ورکړی و، او که پر ځای به یې نور طالبان آزادیږي.

XS
SM
MD
LG