لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي مشر یې امر کړی چې د پخواني حکومت غړو ته دې سزاګانې نه ورکوي


د انساني حقونو فعالان وايي په کابل کې د ورستیو مظاهرو په مهال طالب وسله والو په مېرمنو او خبریالانو هم تشدد کړی دی
د انساني حقونو فعالان وايي په کابل کې د ورستیو مظاهرو په مهال طالب وسله والو په مېرمنو او خبریالانو هم تشدد کړی دی

طالبان وايي مشر ملا هېبت الله اخونزاده یې خپلو وسله والو ته امر کړی چې د پخواني حکومت غړو ته دې د تېرو وختونو په "جرمونو" سزا نه ورکوي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د ملا هېبت الله اخونزاده امر د طالبانو ترجمان محمد نعیم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټوېټر خپور کړو.

د رپورټ ترمخه په امر کې دا هم وېل شوي چې افغانان دې قانع کړی شي چې خپل ملک دې نه پرېږدي ځکه چې بهر یې عزت نه کېږي.

د ملا هېبت الله اخونزاده د امر نه یوه ورځ وړاندې ای اېف پي وايي په سوشل مېډیا یو وډیو خپور شوی و چې پکې د افغان پوځ د یو پخواني افسر وهل ښودل کېږي.

ای اېف پي ترمخه د طالبانو مشر په کندهار کې پلویانو ته وویل چې د پخواني حکومت کارکوونکو ته د تېرو وختونو په "جرمونو" سزاګانې مه ورکوي.

د رپورټ ترمخه ملا هېبت الله اخونزاده امر وکړو چې طالبان باید د عامې معافۍ د اعلان احترام وکړي.

په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو د عامې معافۍ اعلان کړی دی خو ای اېف پي وايي ملګرو ملتونو، د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل او هیومن رایټس واچ ویلي طالبانو د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي او غېر پوځي کارکوونکي په غېرقانوني ډول وژلي دي.

د ای اېف پي ترمخه طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په وډیو کې چې کوم طالب لیدل کېږي چې پخواني پوځي افسر ته څپېړې ورکوي د هغه د نظم کولو اقدامات به کولی شي.

ای اېف پي وايي که څه هم د دې نه وړاندې په سوشل مېډیا نورو وډیوګانو کې د طالبانو زیات ظلم ښودل شوی دی خو دا لومړی ځل دی چې طالبانو په رسمي ډول خپل غبرګون څرګند کړی دی. خبري اداره وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ د طالبانو د مبینه تشدد په ضد په کابل کې د مېرمنو یوې ډلې مظاهره هم وکړه.

طالبانو د واکمنېدو نه پس په زرګونو افغانان په خصوصي توګه د پخواني حکومت غړي طالبانو د انتقام د ویرې افغانستان نه وتل غواړي خو ای اېف پي په خپل رپورټ کې وايي ملا هېبت الله اخوانزاده په طالبانو غږ وکړو چې دغه افغانان دې قانع کړي چې وطن نه دې نه پرېږدي.

طالب ترجمان محمد نعیم د خپل مشر له قوله وویل چې افغانان په نورو ملکونو احترام نه لري نو ځکه دې ملک نه نه وځي.


ای اېف پي وايي افغانان په هېواد کې د اقتصادي بحران له امله هم بهر تلل غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG