لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان طالبانو پلاوی په ماسکو کې روسي چارواکو سره د تجارت په زیاتولو او د تېلو اخیستلو  په اړه خبرې کوي


عزیزي د روس ار ايي ای نووستي خبري ادارې ته وویل چې روس یې ملګری ملک دی او غواړي چې روس نه د تېلو مصنوعات درامد کولو دپاره ماسکو سره معاهدې ته ورسيږي. طالبانو د واکمنېدو نه مخکې روس د افغان امن په اړه غونډې هم کړې وې
عزیزي د روس ار ايي ای نووستي خبري ادارې ته وویل چې روس یې ملګری ملک دی او غواړي چې روس نه د تېلو مصنوعات درامد کولو دپاره ماسکو سره معاهدې ته ورسيږي. طالبانو د واکمنېدو نه مخکې روس د افغان امن په اړه غونډې هم کړې وې

د افغانستان د واکمنو طالبانو یو پلاوی دا مهال په ماسکو کې روسي مامورینو سره د دوه اړخیز تجارت په زیاتولو او په افغانستان کې د سرمایه کارۍ په اړه خبرې کوي او طالبانو ویلي د تېلو مصنوعات اخیستلو دپاره یې روس سره مذاکرات شروع کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي امکان دی چې د تېلو په بدل کې به طالبان روس ته مېوه (کېشمېش) د دوایانو تیارولو دپاره خام مال او معدنیات ورکوي.

روسي چارواکو ویلي طالبان پلاوی روس نه د غنمو او نورپرست (لمرپرست) د اخیستلو دپاره هم مذاکرات کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه روس تللي طالبانو د ډلې مشري د طالبانو د تجارت وزیر نورالدین عزیزي کوي او د جمعې په ورځ روسي مطبوعاتو د هغه له قوله وویل چې افغانستان د څلور مېلین نه زیاتو تېلو ته ضرورت لري چې برخه یې د ګاونډیو ملکونو نه اخلي.

عزیزي د روس ار ايي ای نووستي خبري ادارې ته وویل چې روس یې ملګری ملک دی او غواړي چې روس نه د تېلو مصنوعات درامد کولو دپاره ماسکو سره معاهدې ته ورسيږي. هغه وویل طالبان اراده لري چې د روس نه قریباً یو مېلین ټن پېټرول او ډیزل درامد کړي او غواړي چې په دې اړه معاهده زر تر زره وشي.

تېره میاشت طالبانو ایران نه 350000 مېټرک تېل اخیستلو دپاره تهران سره معاهده وکړه.

غزیزي وویل چې غواړي چې د روس نه درامدات د شیانو په بدل کې د شیانو ورکولو په بنیاد یا بارټر تجارت وکړي ځکه چې دواړه ملکونو د دې "تاریخي" تجربه لري. خو د طالبانو وزیر زیاته کړه که چېرې دغه منصوبه کار نه کوي نو روس نه د تچارتي توکو اخیستلو دپاره د پېسو لېن دېن هم کولی شي.

عزیزي وویل امریکي او یورپين یونین د افغانستان د خام مال په درامداتو پابندۍ نه دي لګوي نو ځکه په پېسو خام مال اخیستلی شي. هغه وویل روس نه د تېلو په بدل کې به طالبان روس ته په افغانستان کې د لېتیم نومې معدنیات د راوېستلو وړاندېز کوي. "مونږ ډیر ښه او د اوچت معیار لېتیم لروو."

عزیزي وویل کابل د چین کارخانو ته د خام مال رسد شروع کړی او د روس کارخانو ته یې هم شروع کولی شي. هغه نور وضاحت و نه کړو.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته چین د طالبانو سره رابطې زیاتې کړي دي. چین د روس، ترکي، پاکستان، ایران او د مرکزي اېشیا د نورو ملکونو ترڅنګ په کابل کې خپله سفارتخانه خلاصه ساتلې ده. مغربي ملکونو د کابل نه خپلې سفارتخانې قطر ته منتقل کړي دي.

د طالبانو تجارتي پلاوی په داسې حال کې ماسکو ته تللی چې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ یو کال پوره شو خو نړیوالې ټولنې لا طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او مغربي ملکونو د افغانستان سره امداد ځنډولی چې له امله یې نړیوالې ادارې وايي هېواد د اقتصادي بحران کې ښکیل شوی.

متحده قومونو او د انساني حقونو تنظیمونو په طالبانو غږ کړی چې د جینکو په تعلیم او د مېرمنو په کار روزګار قدغنونه دې لېرې کړي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG