لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا عبدالغني برادر د سولې خبرو لپاره قطر ته رسیدلی


د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار تر مخه د افغان طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر د امریکايي چارواکو سره د افغان سولې خبرو لپاره د اتوار یا یکشنبې په ورځ دوحه ته رسیدلی.

د اخبار تر مخه په قطر کې به د ګل یا دوشنبې د ورځې نه د امریکايي استازو او افغان طالبانو تر منځ د افغان سولې خبرو اترو بل پړاو پېلیږي.

یو غربي چارواکي د افغان طالبانو د مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر د دوحه د سفر پخلی کړی. دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټاېمز ته ویلي ملا برادر د پاکستان نه دوحه ته تللی.

ملا عبدالغني برادر د ډیرو کلونو پورې د پاکستان په ځندان کې بندي وو او تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د امریکا په غوښتنه پاکستاني چارواکو خوشی کړی.

د افغان طالبانو یو پخواني چارواکي سید اکبر اغا هم د ملا برادر د دوحه د سفر پخلی کړی او وايي د طالبانو ناېب مشر څو ساعته وړاندې دوحه ته رسیدلی او د ګل په ورځ به د ښاغلي زلمي خلیلزاد سره د طالبانو لخوا کیدونکي خبرو اترو کې برخه اخلي.

د نیویارک ټاېمز تر مخه د ګل په ورځ د طالبانو او امريکايي استازو تر منځه کیدونکي خبرو اترو کې به د تیرې میاشتې د مذاکراتو شوې ژمنې یا اېجنډا عملي کولو باندې نور بحث کیږي.

تیره میاشت هم په دوحه کې د افغان طالبانو او امریکايي استازو تر منځه ملاقاتونو کې دواړه ډلو په یو شمیر مسلو خبرې کړې وې چې پکې د امریکايي عسکرو د وتلو په صورت کې طالبانو دا ضمانت ورکړی وو چې د افغانستان خاوره به د نورو هیوادونو پرضد د ترهګرو لخوا نه کارول کیږي.

د امریکا او طالبانو تر منځه تردې وخته شوو خبرو اترو کې افغان حکومت نه دې شامل شوی. امریکايي چارواکي ويلي د طالبانو سره په اخیرۍ لوظنامه کې به د وسله والې ډلې د افغان چارواکو سره خامخا لیده کاته او د اوږدې مودې راهسې جګړې اودرول یا ډزبندي کول شامل وي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کابل په تازه سفر کې ویلي وو هغه به په طالبانو زور زاوړي چې د افغان حکومت سره خبرو ته کښیني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG