لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ پر ورتګ بندیز لګولی


د طالبانو حکومت افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ پر ورتلو بندیز لګولی دی ځکه چې د طالبانو حکومت یې په دې هېواد کې په پراخو بشري سرغړونو تورن کړی وو.

دا خبر لومړی د افغانستان طلوع نیوز د طالبانو د ویاند په حواله خپور کړی او وروسته یوې سفارتي سرچینې فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته هم تایید کړی دی. اې ایف پي لیکلي:

"ریچرډ بېنټ څو میاشتې مخکې له دې پرېکړې خبر کړی شوی وو چې افغانستان ته د ده د بیرته ور ستنېدو هرکلی به ونه شي".

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش ویاند سټیفن ډوجاریک د سه شنبې- نهې په ورځ دا بندیز نه تایید کړی او نه یې رد کړی دی، خو ویلي یې دي:

"ځانګړي رپورټران په نړۍ کې د بشري حقونو په رغښت کې ډېر مهم رول تر سره کوي، موږ له دوی سره د بشپړې همکارۍ هڅونه کوو".

د افغانستان یوه شخصي ټیلیویژن «طلوع نیوز» د سه شنبې- نهې په ماښام ناوخته د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح ‌الله مجاهد په حواله ویلي، بېنټ د افغانستان د حالاتو په اړه پروپیګنډه کوله او پر هغه د بندیز وجه یې هم همدا یاده کړې ده.

ذبیح الله مجاهد تر اوسه پر خپل ایکس د دې بندیز په اړه څه نه دي ویلي او نه هم ریچرډ بېنټ تر اوسه دا بندیز تایید کړی او نه یې ورته پر خپل ایکس څه غبرګون ښکاره کړی دی.

د طلوع نیوز د خبر له مخې مجاهد پر ریچرډ بېنټ تور لګولی چې د افغانستان په اړه حقایق یې نړیوالو ته په ناسم ډول وړاندې کړي او وایي هغه معلومات یې وړاندې کړي چې ګمراه کوونکي وو:

"افغانستان ته د ښاغلي بېنټ سفر ځکه ممنوع شوی چې هغه په افغانستان کې د پروپیګنډې د خپرولو لپاره ګومارل شوی وو. هغه داسې کس نه دی چې موږ پرې باور کوو. هغه په افغانستان کې نه دی او نور اجازه نه لري چې دلته راشي".

فرانس پریس خبري ایجنسۍ وایي، افغانستان ته د ریچرډ بېنټ پر ورتګ بندیز میاشت مخکې اعلان شوی وو، وایي د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې دوی د بشري حقونو د حالت له څارنې او رپورټ کولو سره ستونځه نه لري، بلکې له بېنټ سره یې لري چې حقایق نه بیانوي.

ریچرډ بېنټ د 2022 کال د مې پر لومړۍ نېټه د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي رپورټر په توګه ټاکل شوی وو.

هغه د خپل کار له پیل راهیسې څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او هر وار یې د طالبانو حکومت د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په سرغړونو تورن کړی دی.

بېنټ د طالبانو حکومت په خپلو تفصیلي رپوټونو کې په جنسیتي توپير یا جنډر اپارتایډ هم تورن کړی او طالبانو هر ځل د هغه رپوټونه په کلکه رد کړي او هغه یې له حقایقو لرې بللي دي.

طالبانو نه یواځې په تېرو دوو کلونو کې پر خپل حکومت د ریچرډ بېنټ نیوکې او رپوټونه رد کړي بلکې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما رپوټونه یې هم پروپیګنډه بللې او د نورو نړیوالو ادارو رپوټونه یې هم د خپل حکومت خلاف بللي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG