لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: طالبان او داعش خراسان ډله ولې د یو بل دښمنان دي؟


رپورټ وايي طالبان په داسې حال کې د داعش سره مخامخ دي چې نه خو د استخباراتي معلوماتو راټولولو پېچیده نظام او نه هم د خارجي ځواکونو په شان د څارنې صلاحیت لري
رپورټ وايي طالبان په داسې حال کې د داعش سره مخامخ دي چې نه خو د استخباراتي معلوماتو راټولولو پېچیده نظام او نه هم د خارجي ځواکونو په شان د څارنې صلاحیت لري

په داسې حال کې چې طالبان د حکومت خلاف جنګېدو نه توجه د حکومت چلولو ته اړوي ای اېف پي خبري اداره وايي د داعش خراسان ډله طالبانو دپاره یو لوی مشکل دی.

داعش خراسان ډلې نهې، سه شنبې، په ورځ د کابل په سردار محمد داود خان پوځي روغتون د ځانمرګي حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په حمله کې لږ تر لږه 20 کسان وژل شوی او د 50 نه زیات نور کسان د زخمي شوي دي.

په حمله کې د طالبانو د یو اهم مشر مولوي حمدالله مخلص د وژل کېدو رپورټونه هم مخې ته راغلي دي. د اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته داعش خراسان ډلې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

که څه هم پاکستاني مامورین په رسمي ډول په خپل هېواد کې داعش د موجودګۍ نه انکار کوي او فرانسوي څېړونکي په داعش خراسان څانګه کې د پاکستاني وسله والو ذکر نه دی کړی خو داعش په پاکستان کې د یو شمېر حملو ذمه واري ملنه ده
که څه هم پاکستاني مامورین په رسمي ډول په خپل هېواد کې داعش د موجودګۍ نه انکار کوي او فرانسوي څېړونکي په داعش خراسان څانګه کې د پاکستاني وسله والو ذکر نه دی کړی خو داعش په پاکستان کې د یو شمېر حملو ذمه واري ملنه ده

داعش خراسان تېره میاشت په کندز ولایت کې د شیعه مسلک په جومات د حملې ذمه واري ومنله. د جمعې د لمونځ په وخت حمله کې تر 50 پورې کسان وژل شوي دي.

د اګست په میاشت کې داعش د کابل هوايي ډګر سره د حملې مسولیت منلی و. په دغه حمله کې د 13 امریکايي عسکرو ترڅنګ د 160 نه زیات افغانان وژل شوي دي.

د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د داعش څانګه ځان د داعش خراسان په نوم یادوي.

د داعش خراسان او د طالبانو رقابت په څه دی؟

ای اېف پي خبري اداره وايي داعش خراسان ډله کې څوک شامل دي او د دې ډلې او د طالبانو یو بل سره دښمني په څه خبره ده؟

د رپورټ ترمخه په کال 2014 کې په شام کې د خلافت د اعلان وروسته د داعش نوم مخې ته راغلو.

او د دې نه پس په بېلا بېلو سیمو کې داعش سره تړلې ډلې رابرسیره شوې چې پکې د داعش خراسان څانګه هم شامله ده.

داعش د کندز په جومات د حملې ذمه واري منلې ده
داعش د کندز په جومات د حملې ذمه واري منلې ده

د ای اېف پي د رپورټ ترمخه، خراسان د موجوده وخت د افغانستان، ایران، پاکستان او د ترکمنستان د ځینو برخو تاریخي نوم دی.

د فرانس د څېړنې ادارې فاونډېشن فور سټرېټیجک ریسرچ څېړونکی جین لوک مېرېټ ای اېف ته وايي د داعش په خراسان څانګه کې ویغور، ازبک او د طالبانو نه بېل شوي وسله وال شامل دي.

که څه هم پاکستاني مامورین په رسمي ډول په خپل هېواد کې داعش د موجودګۍ نه انکار کوي او فرانسوي څېړونکي په داعش خراسان څانګه کې د پاکستاني وسله والو ذکر نه دی کړی خو داعش په پاکستان کې د یو شمېر حملو ذمه واري ملنه ده.

داعش د مخې ته راتلو نه پس یو پاکستاني طالبانو په داعش کې د شمولیت او داعش د مشر ابوبکرالبغدادي د بېعت اعلان کړی و.

ای اېف پي وايي د ملګرو ملتونو اندازه ده چې په افغانستان کې داعش د 500 نه تر 1000 پورې وسله وال لري چې زیاتره د ملک په خیتځو او شمالي سیمو کې دي خو د دې نه علاو او په کابل کې هم داعش وړې ډلې لري.

تېره میاشت طالبانو ویلي وو په کابل کې یې د داعش یوه ډله تباه کړې او هلته موجود وسله وال یې وژلي. طالبانو د دغو عملیاتو خبره د کابل د عیدګاه جومات مخې ته د چاودنې نه یوه ورځ وروسته کړې وه. په چاودنه کې لږ تر لږه پينځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي او دا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د مور د فاتحې د مراسمو په مهال شوې وه.

ای اېف پي په خپل رپورټ‌ کې وايي د 2020 راهسې د داعش خراسان مشري شهاب المهاجر کوي او د هغه د جنګي نوم نه ظاهریږي چې د عرب نړۍ نه افغانستان ته تللی دی خو د هغه په اړه نور څه معلومات نشته.

د افغانستان پخواني حکومت ویلي وو د داعش ګڼ شمېر وسله ورته تسلیم شوي وو
د افغانستان پخواني حکومت ویلي وو د داعش ګڼ شمېر وسله ورته تسلیم شوي وو

ای اېف پي وايي د شهاب المهاجر په اړه دا هم وېل کېږي چې د القاعده او د طالبانو د حقاني ډلې کمانډر هم پاتې شوی دی.

د داعش خراسان د خطر کچه څه ده؟

ای اېف پي په خپل رپورټ‌ کې وايي په ورستي کلونو کې داعش خراسان په افغانستان او پاکستان کې په جوماتونو، مزارونو، په عامه ځایونو او عن تر هسپتالونو حملې کړي دي او زیاتره یې شیعه ټولنه په هدف کړې ده.

رپورټ وايي طالبانو او هم د امریکې په مشرۍ کې ایتلافي ځواکونو د داعش په سختې حملې کړي خو په اګست کې په افغانستان طالبانو د واکمنېدو وروسته داعش خپلې حملې زیاتې کړې دي.

په انټرنېت د تندروۍ د څارنې ډلې اېکس ټېک څېړونکی عبدالسید وايي داعش په شهري علاقو کې په جنګ او "علامتي تشدد" بیا د سره توجه کړې ده.

د داعش او د طالبانو رقابت کوم ځای شروع شو؟

ای اېف پي وايي د داعش خراسان زیاتره وسله وال د طالبانو یا د طالبانو سره تړلو ډلو په صفونو کې جنګېدلي او د القاعدې په شان د وسله والو تحریکونو نه یې نظریاتي تحریک ترلاسه کړی دی.

د رپورټ ترمخه طالبان او داعش خراسان دواړه د سني مسلک سخت دریځه ډلې دي او د مذهب په تشریح او په تکلاره اختلاف لري خو دواړه ډلې خپل ځان د حقیقي جهاد بېرغ پورته کوونکي بولي.

ای اېف پي وايي سره د دې چې طالبان په شیعه ګانو د حملو تاریخ لري خو اوس د شیعه ټولنې د تحفظ ژمنې کوي خو د دې برعکس داعش د هغو ډلو د ختمولو خبره کوي چې داعش یې "مرتد" بولي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د ای اېف پي ترمخه، طالبانو په افغانستان د اسلام د خپلې تشریح دلاندې حکومت کول غواړي نو داعش په ټوله دنیا د خلافت قایمولو خواهش لري او که څه هم د دواړو ډلو ترمنځ اختلافات ژور دي خو وسله وال د دواړو ډلو ترمنځ په اسانه اوړي را اوړي، یا د کمانډرانو په خوښه او یا د موقعې په مناسبت.

د ډرېکن فلای سېکیورټي اېنټېلېجنس نومې د څېړنې ادارې باربرا کېلېمن وايي په تېرو وختونو داعش خراسان د طالبانو هغه وسله وال ځان ته په جلب کولو کې کامیاب شوي وه چې طالبان یې زیات معتدل ګڼل.

باربرا کېلېمن وايي په داسې حال کې چې طالبان په معتدله اېنجنډا روان دي، داعش خراسان به دې نه د ګټې پورته کولو کوښښ کوي.

طالبان او داعش سره یې د جګړې توان

ای اېف پي د افغانستان پخواني حکومت د امریکې نه په بېلینونو (اربونو) ډالر ترلاسه کړې وې خو نه یې طالبانو او نه یې هم داعش ته ماتې ورکړی شو.

رپورټ وايي طالبان په داسې حال کې د داعش سره مخامخ دي چې نه خو د استخباراتي معلوماتو راټولولو پېچیده نظام او نه هم د خارجي ځواکونو په شان د څارنې صلاحیت لري.

ای اېف پي وايي طالبان د دوو ډلې حمایت لري چې د داعش خراسان د لارو چارو په اړه ښه معلومات لري. دغه القاعده او حقاني ډلې دي.

په امریکا کې د سوفان سېڼر نومې څېړنې ادارې په خپل ورستي رپورټ کې ویلي داعش خراسان ته ماتې ورکولو دپاره به طالبان په حقاني ډلې، القاعده او په هغه پرتشدد غیر حکومتي ډلو تکیه کوي چې د جنګ وسایل او تجربه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG