لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذبیح الله مجاهد: ملا هېبت الله اخونزاده به زر راښکاره شي


ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ويلي د وسله والې ډلې مشر ملا هېبت الله اخونزاده په زر د خلکو په وړاندې ښکاره شي او دا چې طالبانو د نوي حکومت جوړولو کار سره ته رسولی دی خو د "تخنیکي" عواملو په سبب یې اعلان ځنډېدلی دی.

ذبیح الله مجاهد د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخونزاده ژوندی دی او زر به د خلکو په وړاندې حاضر شي.

احمد مسعود
احمد مسعود

د وي اوای د رپورټ ترمخه په کابل د طالبانو د واکمنۍ نه پس تر اوسه پورې د ملا اخونزاده نه ښکاره کېدل د هغه د ژوند په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

د طالبانو باني ملا محمد عمر د مرګ خبر د هغه د مړېڼې نه دوه کاله وروسته په ۲۰۱۵ کې مخې ته راغلی و.

د وي او ای د رپورټ ترمخه مجاهد وویل د نوي حکومت جوړولو مکمل شوی خو ځینې "ټېکنیکل" (تخنیکي) مسلې لا پاتې دي چې له امله یې د حکومت اعلانېدل ځنډېدلي دي.

په عېن حال کې طالبانو د پنجشیر نیولو دعوه کړې او خو د طالبانو مخالف مسلح ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د طالبانو دعوه رد کړې او په افغانانو یې غږ کړی چې د طالبانو په ضد دې پاڅونه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG