لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو مشر په خپلو صفونو کې د غدارۍ په اړه خبرداری جاري کړی


د رپورټ ترمخه ملا هېبت الله اخونزاده وویل چې طالب مشران دې په خپلو صفونو کې دننه وګوري چې داسې ناپیژندلي عناصر خو ورسره نشته چې د طالبانو د حکومت د مرضۍ په ضد کار کوي. هغه زیاته کړه چې طالب کمانډران دې دغه عناصر  زر تر زره لرې کړي
د رپورټ ترمخه ملا هېبت الله اخونزاده وویل چې طالب مشران دې په خپلو صفونو کې دننه وګوري چې داسې ناپیژندلي عناصر خو ورسره نشته چې د طالبانو د حکومت د مرضۍ په ضد کار کوي. هغه زیاته کړه چې طالب کمانډران دې دغه عناصر  زر تر زره لرې کړي

د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخونزاده ویلي طالب کمانډران دې په خپلو صفونو کې وګوري چې غداران او داسې څوک خو ورسره نشته چې وفاداري یې د طالبانو سره نه وي او د بل چا د مفاداتو دپاره کار کوي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه ملا هېبت الله اخونزاده په یو لیکل شوي بیان کې په طالب کمانډرانو غږ وکړو چې خپل صفونه نه دې دغه ډول خلک لرې کړي.

د رپورټ ترمخه ملا هېبت الله اخونزاده وویل چې طالب مشران دې په خپلو صفونو کې دننه وګوري چې داسې ناپیژندلي عناصر خو ورسره نشته چې د طالبانو د حکومت د مرضۍ په ضد کار کوي. هغه زیاته کړه چې طالب کمانډران دې دغه عناصر زر تر زره لرې کړي.

د ای اېف پي د رپورټ نه دا نه څرګندیږي چې د طالبانو مشر خپلو کمانډرانو ته دغه خبرداری ولې او یا په څه سبب جاري کړی او دا چې ایا د طالبانو نه وسله وال جدا کېږي چې ملا هېبت الله اخونزاده یې بیان جاری کولو ته اړ کړو؟

خو رپورټ وايي دا مسله سنګینه ځکه ده چې ملا هېبت الله اخونزاده یې په اړه لیکل شوی بیان جاري کړو.

ای اېف پي وايي د شلو کلونو د چرکي جګړې نه وروسته طالبانو واک ترلاسه کړی او مجبور شوي چې خپلو صفونو کې پخواني حریفان او د مدرسو طالب علمان جلب کړي.

خو د واکمنېدو نه پس طالبان د داعش خراسان ډلې د خطر سره مامخ دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې په سردار محمد داود خان پوځي هسپتال ځانمرګي حمله کې لږ تر لږه 19 کسان ووژل شوو چې پکې د طالبانو یو اهم کمانډر هم شامل و.

داعش د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش په افغانستان کې د نورو حملو مسولیت هم منلی دی.

د دې تشدد باوجود طالبانو ویلي په ملک کې امنیت په ځای په ځای کولی شي.

ای اېف پي وايي داعش د مبینه حملو نه علاوه د ځینو نورو وژنو تور په طالبانو یا د دوی په صفونو کې دننه شویو تندلارو پورې کېږي.

ای اېف پي وايي تېره هفته مسلح کسانو چې ځانونه یې طالب وسله وال څرګندول په واده کې د موسیقۍ غږولو په سر شخړه کې درې کسان ووژل.

د رپورټ ترمخه د طالبانو ترجمان ویلي دغه وژنې د دوی په وېنا نه دي شوي او په دې کې ککړو کسانو ته به سزاګانې ورکوي.

د ای اېف پي ترمخه، ملا هېبت الله اخونزاده په خپل بیان کې طالب کمانډرانو ته وویل چې د خپلو وسله والو سره دې کښني او هغوی ته دې اداب او سلوک ور وښايي چې دا ډول دغه نوي وسله وال د خپل مشر سره په ښه ډول کار کولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG