لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان په غزني ولایت کې د مطبوعاتو نه مالیه غواړي


د غزني ولایت نقشه
د غزني ولایت نقشه

د جنگ دپاره د مالي وسایلو برابرولو په خاطر طالبان د افغانستان په غزني ولایت کې د مطبوعاتي ادارو نه ماليا ټولوي او ویلي یې دې چې انکاریانو ته به سختې سزاگانې ورکوي.

د یو ځايي ټیلي وژن سټیشن مدیر احمد فرید عمري وي او ای ته وویل چې طالبانو ورنه په ټیلي فون د دوو لکو افغانیو تقاضا وکړه او وې ویل چې دا د ماليي پېسې دي.

ښاغلي عمري وویل حکومتي چارواکې یې په وار وار خبر کړل خو ورسته چې څه اقدامات وانخستل سو نو دوی طالبانو ته پېسې ورکړې.

طالبانو په غزني کې د مطبوعاتي ادارو نه د امدن تفصیلات غوښتې دي چې په دغه حساب ترې بیا مالیا واخیستل شي.

د خبریالانو د تحفظ او د رای د ازادۍ نړي والې ادارې رپورټرز وداوټ بارډرز هم ویلي چې طالبانو دړکه که چرې مطبوعاتی ادارې مالیا نه ادا کوي نو په غزني کې به ورته د دندې اجازت نه ورکوي.

افغان مامورین وايي دا دومره لویه مسله نه ده او دا چې حکومت د صحافتي ادارو د تحفظ دپاره مناسب اقدامات کړې دي.

د ولایتي حکومت ترجمان محمد عارف نوري وي او ای ته وویل چې طالبان د خلکو نه کلنگ اخلي. ښاغلي نوري دا خبره ومنله چې ځینې رسینۍ د فشار د لاندې دي خو په ولایت کې د صحافیانو د تحفظ دپاره انتظامات شوي دي.

د طالبانو د دړکو په وجه ځینو خبریالانو خپلې دندې پریښودې دي.

رپورټرز وداوټ بارډز د طالبانو د ترجمان زبیح الله مجاهد له قوله ویلي چې طالبان د مطبوعاتو ادارو نه مالیا ترلاسه کوي.

ویل کیږي چې د مطبوعاتو نه علاوه ځايي اوسیدونکي او تاجران هم په غزني کې طالبانو ته د "راهدارۍ" په نوم مالیا ورکوي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ ولسوال صاحب خان الهام تیرکال ویلي وو طالبانو هغه درې کسان ووژل چې د "راهدارۍ" د ادا کولو نه یې انکار کړی و.

د غزني نه علاوه طالبانو په نیمروز او فراه ولایتونو کې هم د خلکو نه مالیا اخیستې ده.

په کابل کې یو شمیر حکومتي مامورینو وویل چې طالبان د خپل جنگ دپاره د مالي وسایلو راپیدا کولو دپاره کلنگ اخلي، خلک تښتوي، د نشۍ توکو قاچاق کوي او قیمتي کاڼې د ملک نه بهر وړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG