لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسود طالبان د ټي ټي پي څخه بيل شو


د اميرخالد محسود خان سيد سجنا په مشرۍ بيله شوې د طالبانو دغه ډله په جنوبي وزيرستان کې فعاليت لري .
د اميرخالد محسود خان سيد سجنا په مشرۍ بيله شوې د طالبانو دغه ډله په جنوبي وزيرستان کې فعاليت لري .
د پاکستاني طالبانو د محسود قبيلې سره تعلق لرونکو طالبانو د لاقانونه گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي ) څخه د بيليدو پرېکړه کړې ده . او د محسودو طالبانو وياند اعظم طارق چې له دې وړاندې د ټي ټي پي وياند او د مرکزي شورا غړی ؤ ، مطبوعاتو ته جاري کړي خپل يو بيان کې وئيلي چې د طالبانو محسود حلقه د امير خالد محسود ( خان سيدسجنا) په مشرۍ د ټي ټي پي د موجوده بې لارې انتظام چلوؤنکو څخه په مکمله توگه د بيلتون اعلان کوي .
د پاکستاني طالبانو د تحريک په مينځ کې په ډاگيز ډول بيلتون په داسې حال کې مخې ته راغلی ، چې د تير کال نومبر په مياشت کې د ټي ټي پي د مشر حکيم الله محسود په ډرون کې د وژنې وروستو د طالبانو مشر مولوي فضل الله جوړ کړی شوی ؤ .
په عين حال کې د مولوي فضل الله په مشرۍ د ټي ټي پي او حکومت ترمينځ د جوړ جاړي خبرې هم روانې دي ، او تيره ورځ د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان وئيلي چې طالبانو سره به د خبرو عمل ته دوام ورکولی شي . څيړونکي وايي د طالبانو د بيلتون سره به يوه مسله دا هم راپورته شي چې حکومت به وس د کومي ډلې سره د جوړ جاړي خبري کوي .
د حکومت او طالبانو ترمينځ د خبرو د روانې لړۍ په موده کې په وروستيو کې د طالبانو په خپل مينځ کې هم انښتې رامنځته شوي دي .
سرچينې وايي چې دغه نښتې د ټي ټي پي د وژل شوي مشر حکيم الله محسود د پلويانو چې مشري يې شهريارمحسود کوي ، او د خان سيد سجنا چې خپل مشر ولي الرحمان مني د دوغو ډلو ترمينځ شوي دي ، او يو بل ته يې په غټه کچه زيان هم اړولی چې پکې د شهريار محسود ډلې يو ياد مشر عصمت الله بيټنې هم د دغې نښتو ښکار شوی وو .
داسې هم وئيل کيږي چې د خان سيد سجنا ډله د حکومت سره د روغې جوړې د خبرو پلوي ، او د شهريار محسود ډله چې د فضل الله مشري مني ، دويې د حکومت مخالفت کوي .
د اميرخالد محسود خان سيد سجنا په مشرۍ بيله شوې د طالبانو دغه ډله په جنوبي وزيرستان کې فعاليت لري .
اعظم طارق محسود په خپل جاري کړي بيان کې د بيلتون ځيني علتونه هم وئيلي ، چې د ټي ټي پي موجود نظام د يو سازشې ټولگې له کبله ناديده لاسونو ته ورغلی ؤ ، او د مسلکي عقيدو په وجه د نورو حلقو طالبان د ټي ټي پي څخه بد گمانه شوي وو . دغه رنگ د موجوده مشرۍ لاندې غلې ډاکې ، او قلنگ اخستل کيږي ، او محسود طالبان د تاوان دپاره تښتول ، قلنگ اخستل او عامو خلکو ته زيان او په هغويي دهماکې کول حرام گڼي .
اعظم طارق وئيلي موجوده ټي ټي پي د مدرسو ، استانو او بهر نه پېسې اخلي ، اجرتي قتلونه او چاؤدنې کوي ، او په فرضي نومونو بيا د دغو پېښو پړه زمه واري هم قبلوي . هغه زياته کړې د تحريک طالبان پاکستان موجوده نظم د افغانستان د اسلامي امارت په ضد پروپيگنډا ، او باطل نظريات خوروي ، او د پټو تنظيمونو اله کار جوړ شوي ، او د امارت اسلامي د استازي پلاوي د پريکړو څخه يې انکار کړی دی . ځکه مونږ په گډه پريکړه کړې چې د ټي ټي پي وسنې شکل اولس ته په ډاگه کړو .
د محسودو طالبانو وياند دا هم وئيلي چې د القاعده او پنجابي طالبانو په غير ضروري توگه تنگولو او په هغويې کې مداخلت به نه زغمي ، او د امارت اسلامي افغانستان د مشرانو په هداياتو به مخ په وړاندې ځي .
که څه هم اعظم طارق خپل بيان کې د بيلتون دغه علتونه په ډاگه کړي ، خو دوه اوونۍ وړاندې د شهريار محسود ډلې لخوا ميډيا ته په ورکړی شوي بيان کې وئيل شوي ؤ ، چې د طالبانو نائب امير شيخ خالد حقاني څوک چې د شورا مشر دی د جنوبي وزيرستان د مشر جوړيدو ، او د مومند ايجنسۍ د طالبانو مشر خالدعمر خراساني ته د جنوبي او شمالي وزيرستان د نائب په توگه د دغو علاقو سپارلو وروستو خپل مينځي مخالفت زيات شوی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG