لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نورستان: د پاکستاني طالبانو مشرفضل الله افغان ځواکونو سره جگړه کې بوخت دی


نورستان: د پاکستاني طالبانو مشرفضل الله افغان ځواکونو سره جگړه کې بوخت دی
نورستان: د پاکستاني طالبانو مشرفضل الله افغان ځواکونو سره جگړه کې بوخت دی

افغان چارواکي وائي دافغانستان د ختيځ ولايت نورستان په غرييزه برگ مټال اولسوالۍ کې پاکستاني طالب ياغيانو بريدکړى چې په دغه بريدکې لږترلږه اووه طالب جنگيالي اؤ درې افغان پوليس وژل شوي دي.

افغان چارواکي وائي دافغانستان د ختيځ ولايت نورستان په غرييزه برگ مټال اولسوالۍ کې پاکستاني طالب ياغيانو دخپلو پښو مضبوطولو په هڅه کې دبرگ مټال په اولسوالۍ بريدکړى چې په دغه بريدکې لږترلږه اووه طالب جنگيالي اؤ درې افغان پوليس وژل شوي دي.
افغان چارواکو ادعاکړې ده چې دنورستان ولايت برگ مټال اولسوالۍ ته د پاکستان سوات طالبانومشر مولانا فضل الله په مشرۍ د گل په ورځ د دريوؤ سوؤ څخه زيات وسله وال طالبان ننوتلي دي اؤ دشوروپه ورځ دغو وسله والو دبرگ مټال په اولسوالۍ ناڅاپي بريد وکړو.
په دغه بريدکې دپاکستان په سوات سيمه کې دطالب ياغيانو دمشرمولانا فضل الله نوم په داسې حال کې مخې ته راغلى دى چې څو مياشتې وړاندې فضل الله ديو برټانوي خبري اژانس سره دټيليفون له لارې په مرکه کې ادعاکړې وه چې هغه دسوات څخه افغانستان ته په اوښتوکې بريالى شوى دى خو ددغه ادعاتصديق تردې مهاله کومې باوري سرچينې نۀ دى کړى.
دسيمې څخه دسرچينو ويناده د امنيتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمينځ تردې مهاله نښته روانه ده
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت دشورو په ورځ پخپل يو بيان کې په دغه نښته کې د7ؤ جنگيالو اؤ دريوؤ پوليسو د وژل کيدو تصديق کړى دى.
په دغه بيان کې ديو پوليس دوژل کيدوترڅنگ ديوپوليس په گډون د5ؤ کسانو او دڅلورو تندلارو دژوبل کيدو پخلى هم شوى دى.
بل لوري ته دشورو په ورځ په جنوبي ښار قندهار کې دائتلافي ځواکونو ديوې وړې اډې ترڅنگ بمي چاؤدنه کې دوه کسان ژوبل شوي دي.
په قندهارکې دغه چاؤدنه دکيمپ نيتهن سمتهـ څخه بهر په هاغه پارکنگ کې شوې چرته چې اډې ته ورتلونکي افغانان خپل گاډي اودروي.
دچارواکو له مخې په دغه اډه کې افغانستان کې په پرمختيائي منصوبو کارکوونکي امريکائي او کاناډائي حکومتي مامورين کار کوي او دغلته په شلگونو کاناډائي پوځيان او امريکائي پوځي پوليس هم تعينات دي.
تردې دمه کومې تندروه ډلې ددغه موټري بم دچاؤدنې مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى خو په دې وروستيو کې طالب جنگيالو دافغانستان پلازمينې کابل او دهيواد په جنوبي سيمو کې په ائتلافي او افغاني ځواکونو خپلو بريدونو کې چټکتيا راوستې ده.
تيره اوونۍ دکابل په يو مصروفه لويه لاره دائتلافي ځواکونو په کاروان ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دشپږو غيرملکيانو په گډون لږ ترلږه 18 کسان وژل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG