د وسله والې ډلې القاعده مشر اېمن الظواهري قريباً یو کال مخکې امریکايي ډرون په کابل کې وژلی خو د افغانستان واکمن طالبان د الظواهري د وژل کېدو په اړه متضاد بیانونه ورکوي چې د وي او ای د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د طالب مشرانو په لوظونو شکونه راپورته کوي.
د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب د جمعې په ورځ العربیه ټېلې وژن ته وویل طالبانو د الظواهري په اړه هېڅ معلومات نه لرل او د هغه وژل کېدو کې یې څه کردار نشته.
د خالي، شنبې، په ورځ د کابل د طالبانو ګورنر دا خبره رد کړه چې الظواهري په کابل کې موجود و.
د کابل والي محمد قاسم خالد طلوع ټي وي ته وویل داسې څه ثبوت نشته چې ثابته کړي چې الظواهري په کابل کې وژل شوی و.
د وي او ای د رپورټ ترمخه، طالب چارواکو د الظواهري په اړه تازه خبرې په داسې حال کې کړی چې د امریکې صدر جوبایډن ویلي دا میاشت په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل افغانستان ته د القاعدې په وېستلو کې به طالبان د امریکې سره مرسته کوي.
د صدر بایډن د خبرو په جواب کې د طالبانو خارجه وزیر ملا امیر خان متقي وویل د امریکايي صدر وېنا حقیقت تسلیمول دي. خو متقي په دې اړه څه و نه وېل چې ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې طالبان د امریکې سره همکاري کوي او که نا؟ د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې وویل طالبان به د افغانستان خاورو نورو ته د نقصان رسوولو دپاره نه پرېږدي او په دې لړ کې يې اقدامات د امریکې په شمول د هېڅ چا په خواست نه اخیستل کېږي.
د کال ۲۰۲۲ د جولای په ۳۱ نېټه د القاعده په مشر د حملې څو ګنټې وروسته امریکايي چاروواکو خبریالانو ته وویل چې ۷۱ کلن الظواهری د کابل په شیرپور برخه کې د یو کور په دریم منزل و چې د ډرون نه چلول شویو دوو هېلر نومې مزایلو په هدف کړو.
د حملې یوه ورځ وروسته صدر بایډن وویل الظواهري په کابل کې خپلې کورنۍ سره لیدلو ته ورغلی و او هغه د موجودګۍ په اړه د معلوماتو د کره وال د تصدیق وروسته په هغه د حملې امر وکړو.
طالبانو په کابل کې د الظواهري د موجودګۍ نه تسلیموله او ویلي وو چې د پېښې تحقیقات به کوي خو اوس یې خاموشي اختیار کړې او د تحقیقاتو په اړه یې څه نه دي ویلي چې تحقیقات یې څه نتېجې ته رسېدلي؟
امریکايي چارواکو ویلي الظواري ته د طالبانو د داخله وزیر سراج الدین حقاني ماتحتانو پناه ورکړې وه او په هغه د حملې وروسته د حقاني پلویانو د الظواهري ښځه، لور او نور ماشومان بل ځای ته منتقل کړل.
امریکې د الظواهري په سر د ۲۵ مېلین ډالرو انعام علان کړی و.
ناقدین وايي په کابل کې د الظواري د موجودګۍ نه انکار د ترهکرۍ خلاف د همکارۍ په اړه د طالبانو په لوظونو شکوک پېدا کوي.
په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ د حملو وروسته چې د ګڼ شمېر برېدونو ذمه واري په کې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، منلې، پاکستاني چارواکو یو وارې بیا دا خبره تکرار کړې چې د ټي ټي پي وسله وال د افغانستان د حملې ترتیبوي.
طالبان د پاکستان دریځ ردوي، وايي د ټي ټي پي په شمول هېڅ غیر ملکي ډلې ته په افغانستان کې د موجودګۍ اجازت نه ورکوي.
د متحده قومونو د سېکیورټي کاونسل اېنېليټیکل سپورټ اېڼد سېنګشنز مانیټرنګ ټیم تېره میاشت په یو رپورټ کې وویل د اندازې ترمخه، د ۴۰۰۰ نه زیات د ټي ټي پي وسله د افغان طالبانو په پناه کې په افغانستان کې موجود دی. افغان طالبانودغه رپورټ رد کړو.
امریکې سره د کال ۲۰۲۰ په امن مهاهده کې طالبانو لوظ کړی چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره استعمالېدو ته نه ورکوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي