لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي په کابل کې یې د داعش یوه ډله تباه کړې ده


ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د کابل یو جومات مخې ته د خونړۍ چاودنې وروسته طالبان ویلي د ښار په شمال کې یې د داعش خراسان یوه ډله تباه کړې ده.

د اتوار/ یکشنبې په ورځ د عیدګاه جومات مخې ته په چاودنه کې لږ تر لږه پينځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي، دغه چاودنه د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد د مور د فاتحې د مراسمو په مهال شوې ده

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه په سمدستي ډول دا نه وه معلومه چې د داعش په ضد د طالبانو عملیات د عیدګاه جومات مخې ته د چاوندې سره نېغ په نېِغه تړون لرلو او که نا؟

رپورټ وايي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا او په کابل د طالبانو د واکمنۍ وروسته په کابل کې دغه چاودنه تر ټولو سنګینه پېښه وه.

طالبانو د واکمنۍ نه پس داعش خراسان څانګې د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل د طالب وسله والو یوې خصوصي ډلې د اتوار، يکشنبې، په ورځ ناوخته د کابل په 17 حوزه کې د داعش په ضد عملیات ترسره کړل.

ذبیح الله مجاهد د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټویټر وویل د داعش مرکز په مکمله توګه تباه کړی شو او هلته موجود د ډلې وسله ووژل شوو.

رویټرز وویل د دې نه وړاندې د کابل دغې برخې اوسېدونکو په خپله علاقه کې د جګړې خبر ورکړی و او رویټزر ته یې وویل چې د شپې ناوخته په سیمه کې چاودنې او ډزې اورېدلی شوې.

داعش په جلال اباد کې حملو ذمه واري منلي او د اګست په 26 یې د کابل هوايي اډې سره د ځانمرګي حملې ذمه واري هم اخیستي چې پکې 13 امریکايي عسکر او 169 افغانان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG