لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان: په تهران کې مو د احمد مسعود او اسماعیل خان سره وکتل


د طالبانو د بهرنیو چارو نگران وزیر امیر خان متقي چې د یو پلاوي په مشرۍ یې د ایران دوره کړې ده، ویلي چې هلته یې د احمد مسعود او اسماعیل خان سره هم لیدلي دي. احمد مسعود، د پخواني کمانډر احمدشاه مسعود زوی دی چې څو میاشتې وړاندې یې طالبانو سره په پنجشیر کې جنګ وکړ او اوس د افغانستانه بهر دی. اسماعیل خان یو پخوانی جهادي کمانډر دی چې د هرات والي پاته شوی و.

پنجشیر چې د طالبانو په دوه ځله واکمنۍ کې د دې ډلې سره د مخالفت مرکز پاته شوی، اوس د طالبانو لاس ته لوېدلی، مګر د وسله والو اهم مشران یې اوس هم د طالبانو حکومت ته غاړه نده ايښې او اکثره له هېواده بهر دي. په دې کې تر ټولو مهمه څهره، احمد مسعود دی چې د پخواني کمانډر احمد شاه مسعود زوی دی او د پلار په شان یې د طالبانو سره د مقابلې لاره خپله کړه، مګر دا ځل د پنجشیر جګړه زیاته اوږده نشوه او طالبانو چې پنجشیر ونیو، احمد مسعود له ملک نه بهر ولاړ.

احمد مسعود اوس هم وایي چې د طالبانو په وړاندې د مقاومت ډلې مشري کوي، خو طالبانو په ټولو غږ کړی چې مخالفتونه دې پرېږدي او وطن ته دې ستانه شي، مګر طالبان د هغوی د سیاسي غوښتنو په اړه څه نه وایي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ چې د دوی چارواکو په تهران کې احمد مسعود او اسماعیل خان ته "اطمینان" ورکړی چې د کوم تشویش نه بغیر دی وطن ته راستانه شي او طالبان ګني کوشش کوي چې «د هیواد راتلونکی د ټولو لپاره د ډاډ وړ وي اوهیچا ته دمخالفت دلیل پاتي نه شي.»

کابل کې د پخواني حکومت د نسکوره کېدو وروسته، د احمد مسعود پلویانو شاوخوا اووه ورځې د طالبانو سره پنجشېر کې جګړه وکړه
کابل کې د پخواني حکومت د نسکوره کېدو وروسته، د احمد مسعود پلویانو شاوخوا اووه ورځې د طالبانو سره پنجشېر کې جګړه وکړه

پخواني جهادي کمانډر اسماعیل خان او د طالبانو د حکومت خلاف د مقاومت ډلې مشر احمد مسعود تر اوسه د خپل دې ملاقات په اړه څه بیان ندی ورکړی.

د طالبانو د خارجه چارو نګران وزیر امیر خان متقي چې کله د ګل/دوشنبې په ورځ د ایران د دورې نه پس کابل ته راستون شو، په ائیرپورټ کې یې د دي ملاقات په اړه وویل:

«له قوماندان اسماعیل خان سره او له احمد مسعود سره مو هم په ایران کې ولیدل، نورو افغانانو سره مو هم ولیدل او ټولو ته مو دا ډاډ ورکړ چې هرڅوک راتلای شي افغانستان کې ډاډه ژوند تېرولی شي. دلته د هرچا خپل کور دی او مونږ چا ته امنیتي مشکل او بل مشکل نه ایجادوو.»

طالبان په داسې وخت کې خپلو مخالفینو ته د ډاډ ورکولو هڅې کوي چې له یوې خوا نورو ډلو ته په حکومت کې د شاملېدو یا د ټولشموله حکومت جوړولو وړاندیزونه ردوي او بل اړخ ته د پخواني حکومت د ځینو چارواکو د ځورول کېدو او آن د لادرکه کېدو خبرونه مخې ته راغلي دي. طالبان وایي دوی عمومي معافي اعلان کړې ده او د ځورولو او لادرکه کېدو دا پېښې د حکومت پورې اړه نلري.

بل اړخ ته طالبانو دوه ورځې وړاندې د کابل پوهنتون یو استاذ فیض الله جلال چې په ټلویژنونو کې به یې سیاسي څېړنې هم کولې، په دې تور ګرفتاره کړی دی چې ګني د طالب چارواکو سپکاوی یې کړی او خلک یې د نظام خلاف راپارولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د استاذ جلال د ګرفتارۍ خبره تصدیق کړې ده. د استاذ جلال لور ویلي، طالبانو یې پلار په ډېره بده رویه له کوره وړی دی. د اېمنسټي انټرنېشنل تنظیم او ګڼ شمېر افغانانو د طالبانو نه غوښتي چې استاذ جلال دې ژر د بنده راخوشې کړي، خو تر اوسه یې د آزاده کېدو څه خبر نشته.

XS
SM
MD
LG