لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبانو د افغانستان حکومت لخوا اعلان شوي سولې پلاوی سره مخالفت ښودلی


افغان طالبانو د امریکا تر مشرۍ لاندې د سولې پروسې راتلونکي ګامونو په وړاندې د اففانستان حکومت لخوا اعلان شوي د سولې مذاکراتي‌ پلاوی سره مخالفت ښودلی دی.
افغان طالبانو د امریکا تر مشرۍ لاندې د سولې پروسې راتلونکي ګامونو په وړاندې د اففانستان حکومت لخوا اعلان شوي د سولې مذاکراتي‌ پلاوی سره مخالفت ښودلی دی.

افغان طالبانو د امریکا تر مشرۍ لاندې د سولې پروسې راتلونکي ګامونو په وړاندې د اففانستان حکومت لخوا اعلان شوي د سولې مذاکراتي‌ پلاوی سره مخالفت ښودلی دی.

طالبانو د خالي- شنبې په ورځ مارچ ۲۸په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې دا ډله په افغانستان کې د ټولو سیاسي "جهتونو" نشي کولی.

افغان حکومت څو ورځې مخکې د معصوم ستانکزي په ګډون طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته د ۲۱ کسانو یو ډله اعلان کړی وه. په دغه ډلې کې د حکومت او په افغانستان کې د نورو بېلابېلو سیاسي ډلو او مدني ټولنو استازي شامل دي.

د ۲۱ کسانو ډله چې افغان حکومت د زیارت- پنجشنبی په ورځ اعلان کړه په اړه یی د طالبانو لومړۍ څرګندونې وروسته له هغه راپورته شوې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د سیاسي او مدني ټولنې مشرانو ته د دې جوړښت په اړه هوکړې ته رسیدو له امله مبارکي وویله.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دغه ټیم د "ولس ریښتینی انځور او د ښځو رغنده ونډه څرګندوي".

وسله والو طالبانو د افغان حکومت له لوري د سولې د مذاکراتي‌ ټیم ته په خپل لومړي غبرګون کې ویلي دي چې"ډیری نور جهتونه په اعلان شوي ټیم راضي نه دي " .

د طالبانو اعلامیه وایي چې اعلان شوی ټیم د افغان حکومت له خوا معرفي شوی دی او دا "زموږ د اصولي دریځ او امریکا سره د شوې توافقنامې خلاف دی. د دې په خاطر چې یوې دایمي او رښتینې سولې ته ورسیږو، یاد ټیم باید د ټولو مؤثرو جهتونو په موافقه تشکیل شي تر څو د ټولو جهتونو نمایندګي وکړای شي خو اوس لیدل کیږي چې ډیری نور جهتونه په اعلان شوي ټیم راضي نه دي".

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي استازو له طالبانو سره په قطر کې څو میاشتې خبرې وکړې او بیا یې تړون لاسلیک کړو.

د تړون له مخې طالبان به د افغان حکومت او نورو سیاسي ډلو سره بین الافغاني مذاکرات پیلوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره لار پرانیستل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG