پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور اؤ جنوبي ضلعه ټانک کې د ډزو دوؤ بیلابیلو پېښو کې اته کسان وژل شوي اؤ یوه زنانه ژوبل شوې ده.
د پېښور د متهرې تاڼې د پولیسو یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې وښودل شي، وي وي او ای ډیوه ته ویلي، د خالي په ورځ د متهرې په صمدو ګرهۍ کلي کې د دوؤ کورنیو ترمنځ د پټو د اوبه خور په شخړه ډزې شوې چې پکې څلور کسان کسان وژل شوي اؤ یوه مېرمن ژوبل شوې ده.
دغه پولیس چارواکي ډیوه ته وویل چې په پېښه کې وژل شوي د دواړو اړخونو کسان خپلو کې سره خپلوي لري اؤ د زمکې په تنازعه یې یو بل سره روانه وه.
پولیس وایي کله چې یو فریق غوښتل خپلو پټو له اوبه ورکړي نو بل فریق له دغسې کولو منعې کړی اؤ بیا دواړو خواؤ په یو بل ناتاره ډزې کړي چې له یو لوري پکې د بلال په نوم یو تن اؤ له بل لوري پکې د سید ولي خان،اجمل اؤ انعام جان په نومونو درې کسان وژل شوي دي.
پولیس وایي په دې ډزو کې د وژل شوي تن بلال ترور هم سخته زخمي شوې ده.
پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي خو لا یې د ددې وژنو په تړاؤ څوک نه دي نیولي اؤ وایي په وژنو کې د ککړو کسانو د نیولو هڅې روانې دي.
خېبر پښتونخوا کې اکثره د ځمکو په وړو، وړو شخړو دغسې وژنې کیږي چې هغه وروسته بیا د خانداني دښمنیو بڼه خپله کړي اؤ تر مودو مودو په دې دښمنیو کې د یو اؤ بل اړخ کسان وژل کیږي.
په عین حال کې پولیس وایي چې د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د یوې کورنۍ څلور کسان وژل شوي دي.
سرچینې وايي په برید کې یو پلار د هغه دوه زامن او یو لمسی وژل شوي دي .
پولیس دې برید پخلۍ کړی او وايي د ګومل تاڼې په حدود کوټ خدکي سیمه کې دا پېښه رامنځته شوې ده.
د ګومل تاڼې چارواکي وايي د شپې دوی ته اطلاع شوې چې کوټ خدکي سیمه کې د ډزو پېښه شوې او پولبس سمدستي د پېښې ځایی ته رسیدلۍ او پېښه کې یو زخمي تن ټانک کې روغتون ته رسول شوی دی.
د روغتون سرچینې د هغه حالت هم مرګونی یادوي او وايي دغه تن له ابتدایی علاج کولو وروسته ډیره اسماعیل خان سیمه کې روغتون ته لیږل شوی دی.
سرچینې وايي بدرالدین او د هغه د کورنۍ نور غړي ماسخوتن د تراویحو له مونځ وروسته د کور په طرف روان وو چې په لار کې د وړاندې نه پټو وسله والو په هغوی ناتاره ډزې پیل کړې .
پولیس وايي دوی ته اطلاع شوې چې په ډزو کې بدر الدین د هغه دوه زامن نور زدین او نوردین او کم عمر لمسی سهېل وژل شوي.
د ټانک پولیسو مشر عبدالسلام خالد د دفتر چارواکي وايي د پېښې مقدمه تر اوسه نه ده درج شوې او نه کورنۍ په چا دعویداري کړې.
پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړي اؤ په ابتدایي توګه د شخصي دښمني معلومات په لاس نه دي ورغلي او زیات امکان څرګندیږي چې دا د ترهګرۍ پېښه ده.
د وادي ګومل کوټ خدکي د ټانک ښار څخه نیزدې ۳۰ کلومیټره لرې سویل لودیځ واڼه سړک د پاسه سیمه ده چې پولې یې جنوبي وزیرستان سره لګېدلې دي.
Forum