لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سلمان تاثېر پاکستان کې د مذهبې جنونیت ښکار شوې


څېړونکي وایي سخت دریځه مذهبي گوندونه په تېرو څو کلنو کې د پاکستان د پوځ لخوا په پرله پسې ملاتړ لا زیات ډاډمن شوې دي.
څېړونکي وایي سخت دریځه مذهبي گوندونه په تېرو څو کلنو کې د پاکستان د پوځ لخوا په پرله پسې ملاتړ لا زیات ډاډمن شوې دي.

گورنر سلمان تاثیر په پاکستان کې د کلنو راسې د روان مذهبي جنونیت، وروستې ښکار دې.
په نوموړې داسې کوم تور نه وو چې گني گستاخ رسول وؤ او یا یې د مذهب سپکاوی کړی وؤ. خو د پاکستان په لانجمن توهین رسالت قانون کې یې د منطقی بدلون غوښتنه کړې وه.
گورنر تاثیر په یوه وینا کې دغه قانون د تور قانون په نوم یاد کړی وو. دپاکستان منځ لارې مذهبي مشران غواړي چې د قانون د غلط استعمال د مخنیوې لپاره گامونه پورته کړي خو په هېواد کې د زیاتیدونکي مذهبي جنونیت او د سخت دریځه مذهبي گوندونو د ویرې نه حکومتي گوندونه او نه هم منځ لاری مذهبي مشران په قانون کې د بدلون لپاره عملي گامونه اخستې شې.
د گورنر سلمان تاثیر وژنه ښایي چې د پاکستان سخت دریځه مذهبي گوندونه او د هغوي پلویان په هېواد کې د زغم او برداشت سېاست ته یو لویې چېلنج دی.
څېړونکي وایي سخت دریځه مذهبي گوندونه په تېرو څو کلنو کې د پاکستان د پوځ لخوا په پرله پسې ملاتړ لا زیات ډاډمن شوې دي.
د سلمان تاثېر وړاندې، د پېپلز گوند مشره بې نظېر بوټو د وژنې پړه هم هغه وخت د پاکستان طالبانو په ذمه اخستې وه.
هم دغه شان د پاکستان د یوبل مذهبي عالم ډاکټر فاروق احمد خان وژلو ذمه واري هم پاکستاني طالبانو په سر اخستې وه.
څېړونکي وایي په هېواد کې زیاتیدونکي مذهبي جنونیت نه یواځې په زرگونو بې گناه اولس او مشران په بمونو او ځان وژونکو حملو کې وژلي بلکې د فکر ازادې یې هم تر ډیره حده خاموشه کړې ده.
څېرړونکي نظر لري چې پاکستان کې مذهبي سیاسي گوندونه او نورې مذهبې ډلې تندروه مذهبي فکر خپرولو او د اولس گمراه کولو کې لاس لري او دغه فکر ته وده ورکوي.
نور حال د ډیوه ریډیو همکار خبریال ارشد حسېن په دې رپوټ کې اوریدی شۍ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG