لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام لسګونه زره کډوال له اردن او ترکیې خپل هېواد ته ستانه شوي دي


په شام کې د بشارالاسد د حکومت له ختمېدو راهیسې په تېرو شاوخوا درو اوونیو کې د دې هېواد له دوو ګاونډیو هېوادونو اردن او ترکیې څخه څه کم 50,000 زره شامي کډوال خپل ملک ته ستانه شوي‌ دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل، د دې میاشتې په پیل کې د شام د پخواني صدر بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو راهیسې شاوخوا 31,000 شامي وګړي خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

په 2011م کال کې چې په شام کې کورنۍ جګړه پیل شوه، په میلینونو خلک یې له هېواده کډه شول، ترکیه له هغه وروسته له شام څخه د درې میلینه شامي کډوالو کوربه دی.

له اردن څخه هم په زرګونو شامي کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د اردن د کورنیو چارو وزیر مازن الفرایه وايي په شام کې د بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو وروسته د هغه هېواد شاوخوا 18,000 وګړي خپل وطن ته ستانه شوي دي.

مازن الفرايه د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اردن سرکاري ټیلویژن المملكه ته وویل، په دغو شاوخوا اتلس زره ستانه شویو کسانو کې له ملګرو ملتونو سره رجسټر شوي 2,300 هغه کډوال هم شامل دي چې په اردن کې یې خپل کېمپونه او ښاري سیمې پرییښې دي.

د ښاغلي الفرایه په وینا له په دیارلس کاله مخکې په شام کې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته د شام 1.3 میلینه وګړي اردن ته کډوال شول، چې وایي په هغوی کې 660,000 له د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې یو این ایچ سي آر سره رجسټر شوي وو.

د ترکیې د انرجۍ وزیر د جمعې په ورځ وویل، د شام کډوال په داسې وخت بیرته وطن ته ستنېږي چې ترکیه غواړي شام ته بجلۍ ورکړي او د بجلۍ د اډانو په پراختیا کې ورسره مرسته وکړي.

شام ته دا وخت له نورو هېوادونو هم مرستې ورځي.

د ملګرو ملتونو یوه روغتیايي چارواکي د جمعې په ورځ اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته وویل، د یورپي اتحاد په مالي مرسته اخیستل شوي شاوخوا 50 ټنه طبي توکي د دوبۍ له لارې ترکیې ته لېږدول شوي او تمه ده د دسمبر په 31مه شام ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا اداره وایي، د دغو طبي مرستو هدف د شام د روغتیا سیسټم ملاتړ کول ددی، ځکه چې وایي‌ د بشار الاسد په مشرۍ حکومت په مهال د کلونو جګړو له امله د دې هېواد روغتیایي سسټم ځپل شوی وو.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ وویل، اوکراین لا دمخه شام ته د خوراکي توکو د مرستې لومړۍ ډله لیږلې ده. صدر زلنسکي ویلي، 500 ټنه غنم یې شام ته پر لاره دي.

بلې خواته د ایران یو اعلی سفارتکار د جمعې په ورځ د چین په یوه سرکاري رسنۍ کې په یوه مضمون کې د شام په راتلونکي کې د "ویجاړوونکې لاسوهنې" خلاف خبرداری ورکړی دی.

عباس عراقچي د جمعې په ورځ په پېپلز ډیلي ورځپاڼه کې په چینايي ژبه په یوه مضمون کې لیکلي چې ایران د شام د راتلونکي په اړه پریکړه کول یواځې د دې ملک د خلکو ذمه واري ګڼي. چین او ایران دواړه د بشارالاسد ملاتړي دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG