لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټېری جونز: د قران نه سوځول د نیویارک جومات امام د لیدو سره مشروط دي


ټېری جونز: د قران نه سوځول د نیویارک جومات امام د لیدو سره مشروط دي
ټېری جونز: د قران نه سوځول د نیویارک جومات امام د لیدو سره مشروط دي

د فلوريډا ديوې وړوکې کليسا پادري ټېري جونز ویلي د يوولسم ستمبر دکليزې په مهال د قران شريف نه سوځول په نيويارک کې ديوولسم ستمبر دبريدونو دځايې سره نزدې دجوړيدونکي اسلامي مرکز د امام فېصل عبدالروف لیدو سره مشروط دي.
پادري ټېري جونز دجمعې په ورځ امریکایي میډیا سره په خبرو کې ویلي د خالي په ورځ امام فېصل عبدالروف سره د لیدو تمه لري.
خو امام فېصل د دغه رنگه کوم ملاقات کیدو نه انکاري دی .
امام فېصل د پادری ټېري جونز په دې اعلان هم د حیرانتیا څرگندونه کړې چې په نيويارک کې ديوولسم ستمبر دبريدونو دځايې سره نزدې دجوړيدونکي اسلامي مرکز دمشرانو سره يې يو تړون ترسره کړى دى.
دغه پادری ویلي وؤ د دغه تړون له مخې داسلامي مرکز مشران ددغه لانجمن ځايې څخه داسلامي مرکز او جومات کوم بل ځايې ته په منتقل کولو اماده شوي دي.
امام فېصل ویلي داسې کوم ټړون نشته دې. په ځواب کې لانجمن پادري ویلي احساسوی چې په فلوریډا کې موجود یو امام محمد مسري چې لانجه هوارولو هڅه یې کوله ورته دروغ ویلي.
ښاغلې مسري چې د فلوریډا اسلامک سېنټر امام دې ددې خبرې نه انکار کړې چې گني پادري جونز ته یې دروغ ویلي او زیاتوي اوس هم هڅې کوی چې امام فېصل ، پادري جونز او د د ترمېنځ غونډه وشي.
پادري ټېري جونز لخوا د يوولسم ستمبر دکليزې په مهال د قران شريف د دوه سوه نسخو د سوځولو منصوبې د نړیوال مذهبې او سیاسي مشرانو لخوا غضب اوغندنه راپارولې ده.
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس پادري جونز ته ټېلي فون کړې دی او په نوموړي یې ټینگار کړې چې د قران سوځولو خپلې منصوبې نه په شا شي.
د ښاغلي گېټس پادرې ته دا هم ویلی د قران سوځول به امریکایي ځواکونه په خطر کې واچوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG