لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ټیکساس ایالت په یوې کلیسا کې یو تن۲۶ کسان په ډزو وژلي


سودرلینډ سپرنګز سیمه د ټیکساس سېن انټونیو نه ۵۰ کلومیټره لرې پرته ده.

د امریکا په ټیکساس ایالت کې یو تن په کلیسا یا ګرجا کې په ډزو کې د شلو نه زیات کسان وژلي دي.

د یکشنبې یا اتوار په ورځ د ټیکساس ایالت په سودرلینډ سپرنګز سیمه کې یو وسله په لاس تن کلیسا ته دننه شوی او هلته یې په موجودو عبادت کونکو ډزې کړی چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۲۶ کسان وژل شويدي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

د اتوار د ورځې دا پېښه په امریکا کې په ګڼه د خلکو ویشتو یا ماس شوټنګ یوه بله تازه پېښه ده. د یو ځايي اخبار تر مخه په ژوبلو کې یو دوه کلن ماشوم هم دی.

سودرلینډ سپرنګز سیمه د ټیکساس سېن انټونیو نه ۵۰ کلومیټره لرې پرته ده. دغه پېښه په فرسټ باپسټ چرچ کې رامنځ ته شوی چرته چې عبادت کونکي د خپل عبادت نیمایه ته رسیدلي وو. د پولیسو تر مخه دغه برید کونکی تن هم وژل شوی.

په دغه کلیسا یا ګرجا کې د ډزو روستو ایمبولېنسې او د پولیسو ګاډي سمدستي د پېښې ځاې ته رسیدلي. د پولیسو سره د پلټنو وفاقي ادارې یا ایف بي ايي او د نشي توګو د پلټنو کسان هم دغه ځاې ته رسیدلي. د سودرلینډ سپرنګز په اړه ویلي کیږي چې ۶۰۰ کسانو ابادي لري او دغه ټول خلک یو بل پیژني.

ایف بي ايي ویلي چې تر اوسه پورې د یو حمله کونکي تن په اړه رپورټونه راغلي.
ایف بي ايي ویلي چې تر اوسه پورې د یو حمله کونکي تن په اړه رپورټونه راغلي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ څوک چې دا مهال د ایشیايي هیوادونو په سفر جاپان ته رسیدلی، په ټویټر په خپل یو پیغام کې ویلي هغه د جاپان نه دغه هر څه ګوري او په دغه پیښه کې د وژل شوو او ژوبلو په حق کې یې دعا کړی.

د سپېنې مانړۍ یا واېټ هاوس ویاند ساره سینډرز ویلي صدر ټرمپ د ټیکساس د دغه پیښې په اړه څو څو وارۍ خبر کړی شوی او د پیښې په اړه ټول معلومات ورته رسول کیږي.

میرمن ساره سینډرز ویلي چې صدر ټرمپ د ټیکساس د ګورنر ګریګ ایبټ سره نن سحر خبرې کړي او زیاته کړې يې ده چې څنګه څنګه د دغه پیښې معلومات راځي مونږ به تاسو خبروو.

د ټیکساس ګورنر ویلي زمونږ دعا ګانې په دغه پیښه کې د وژل شوي خلکو سره دي څوک چې په دغه شیطاني عمل کې په تکلیف شوي.

د امریکايي میډیا تر مخه د دغه چرچ نه به د عبادت دستوره په یو ټیوب نیغ په نیغه ښودل کیدله او امکان دی چې دغه خونړۍ پیښه هم په کیمره کې ریکارډ شوي وي.

د سېن انټونیو د وفاقي پلټنو ادارې یا ایف بي ايي ویلي د دوي ایجنټان یا پلټنه کونکي دغه سیمې ته لیږل شوي او تر اوسه پورې د دغه حمله کونکي تن د حدف یا مقصد په اړه څه نه دي ښکاره شوي.

ایف بي ايي ویلي چې تر اوسه پورې د یو حمله کونکي تن په اړه رپورټونه راغلي خو دوي نور اړخونو هم په پام کې ساتلي.

د دغه چرچ مشر یا پاسټر فرینک پومیروی ای بي سي نیوز ته ویلي په وژل شوو کسانو کې د هغې ۱۴کلنه لور اینابیلې رینی هم شامله ده. د دغه پیښې په وخت د چرچ مشر د امریکا په اوکلوهاما ایالت کې وو.میډیا سره د خبرو په وخت هغه ویلی دغه چرچ ته راتلونکي ټول خلک یو بل ډیر خه پیژني.

د امریکا ای بي سی نیوز ترمخه ځینو سرچینو ویلي حمله کونکی تن یو سپین پوستی ځوان وو چې عمر يې د شلو کالو نه سوا دی. دغه ځوان په خپل فیس بک یو داسې عکس هم لري چې ورسره ای ار ۱۵ شانې وسله هم وه.

د اتوار په ورځ په ټیکساس کې دغه پیښهڅو اونۍ وروستو د هغې شوې چې په لاس ویګاس ایالت کې د اکتوبر په لومړۍ نیټه یو سپین پوستي تن سټیفن پېډیوک د موسیقۍ په یوه غونډه ناتاره ډزې وګړې او ۵۸ کسان يې اوژل، په دغه پیښه کې تر ۵۰۰ پورې کسان ژوبل شوي هم وو.

XS
SM
MD
LG