لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تايي لېنډ کې په یو غارکې اېنښتو هلکانو کې څلور راوېستل شوي


په تايي لېنډ کې امدادي کار کونکو د زمکې لاندې یو اوږد غار کې ګیړو ۱۲ تنکي هلکانو کې څلور روغ رمټ بهر راويستي او د پاتې نورو د راويستو لپاره روان عملیات ځنډول شوي دي.

دغه ۱۲ هلکان چې د یو فټبال کلب غړي وو سره د خپل کوچ یا فټبال خوونکي د تیرو دوو هفتو راهسې په یو غار کې اېنښتي.

د اتوار په ورځ چې کله د تايي لېنډ د دغه ایالت ګورنر د څلورو ګیرو هلکانو په خیریت سره د راویستو اعلان وکوو نو موجودو خلکو او د ځېنو هلکانو میندو او پلرونو د د خوشحالۍ نه چغې شورو کړې.

دغه هلکان د فټبال د تربيی یا ټریننګ لپاره یو غار ته ننوتلي وو چې د باران لکبله بیا دغه غار د اوبو ډک شو او دغه ټول د غار دننه پاتې شول. د فټبال ۱۲ زده کونکي او د دوي کوچ د زمکې ۴ کلومېټره دننه ګیر دي.

چارواکو ویلي په راروانو ورځو کې د پشکالي بارانونو د ویرې دوي هڅه کوي چې پاتې نور ماشومان زر تر زره د دغه غار نه اوباسي.

چارواکي ګڼي د پاتې هلکانو په راوېستو کې څلور ورځې لږیدی شي او یره يې څرګند کړې چې د پشکالي بارانونو لکبله دغه غار د اوبو ډکیدی شي، چې له عمله به يې دغلته اکسیجن هم کم شي.

د دغه هلکانو د راويستلو په عملیاتو کې د نړۍ یو شمیر هیوادونو دیارلس لامبوزن او د تايي لېنډ د سمندري پوځ پېنځه خصوصي عسکر برخه اخلي. دغه ټول د ګردې نړۍ تر ټولو غوره لامبوزن ګڼل کیږي خو د هلکانو د راويستلو عملیاتو کې د سختو چېلنجونو سره مخ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG