لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهائي لينډ : د جعلي پاسپورټونو جوړولو په تور دوه پاکستانيان نيول شوي


تهائي لينډ : د جعلي پاسپورټونو جوړولو په تور دوه پاکستانيان نيول شوي
تهائي لينډ : د جعلي پاسپورټونو جوړولو په تور دوه پاکستانيان نيول شوي

د تهائي لينډ پوليسو دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دوه پاکستانيان او دتهائي لينډ قوميت لرونکې يوه ښځه يې دالقاعده سره دتعلق لرونکو ډلو لپاره دجعلي پاسپورټونو جوړولو په شک کې نيولي او دغه کسان دورانکارو ډلو برخه ده چې په گڼو ترهه گريزو بريدونو کې ککړدي.
39 کاله عمر لرونکى پاکستانى محمد اختر بټ ، 29 کاله عمر لرونکى احسان بټ او دتهائي لينډ قوميت لرونکې ښځه سري کنلايا کجبمرنگ چې 25 کاله عمر لري دچارشنبې په ورځ دتهائي لينډ نه هاغه مهال ونيول شول کله چې هغوي لاؤس ته دتيښتې هڅه کوله.
دتهائي دپوليسو لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي په دغو نيول شوؤکسانو د نړيوالو ورانکارو ډلو او ترهه گريزتنظيم لشکرطيبه سره دتعلق شک دى او په سپين او داروپائي اتحاديې هيوادونو کې گڼو ترهه گريزو بريدونوترسره کولو کې ککړ دي.
دتهائي لينډ چارواکو سره ددغه شکمنوکسانو په نيولو کې دسپين پوليسو هم مرسته کړې ده چې هغوي بارسيلونه او خواؤشا سيمو څخه دهپو په مهال شپږ پاکستانيان اؤدنائيجيريا قوميت لرونکى يو تن دتيرې چارشنبې په ورځ نيولي دي.
دتهائي لينډ دځانگړو پلټنو محکمه چې دسپين دچارواکو سره په گډه يې په جنوبي ايشياء کې دگڼو ورانکارو ډلو معلومات ترلاسه کړي ، دغه ډلې زياتره دبنگله ديش او پاکستان سره تعلق لري چې تهائي لينډ دخپلو جعلي دستاويزاتو دمرکز په توگه کاروي.
دتهائي دپوليسو په بيان کې راغلي دي دغه کسان دترهه گرو ډلو سره تعلق لري او جعلي پاسپورټونه ددريمگړو هيوادونو راننويستلو لپاره کاروي.
پوليسو جعلي پاسپورټونه، دايمگريشن کاغذونه، جعلي دربړ سټيمپونه، کمپيوټرې، موبائيل فونونه، پاسپورټ تصويرونه، دبرطانيې ډرائيونگ لا ئسنسونه او نور موادهم پخپله قبضه کې اخستي دي.
دسپيشل برانچ پوليسو ليفټننټ جنرل ټريټوس رانريتهيوچائي خبريالانو ته په دغه هکله وئيلي دي په دغو دريوؤ کسانو دجعلي پاسپورټونو تور لگول شوى چې سزا يې خواؤشا 20 کلونه قيد دى.
هغه وويل وخت رارسيدلى دى چې دغه ورانکاري ونيسو او دخپل هيواد څخه يې بهر کړو ځکه چې دلته هغوي ته هرکلى نۀ وئيل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG