لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهائې لینډ کې په زرگونو خلکو د امن د پاره دعاگانې کړې


ددوو میاشتو دپرتشدد اړي گړي ورسته، د تهائې لینډ سرښار بینکاک کې په زرگونو خلکو د امن د پاره اجتماعی دعاغوښتې، چې پکښې مسلمانانو، هندوانو،د بدهمت او عیسائې مذهب مشرانو برخه اخستې

د تهائې لینډ سرښار بینکاک کې د شورو په ورځ سهر وختي په زرگونو خلکو د امن د پاره او د پرهرونو روغیدو د پاره اجتماعي دعا ووغوښته.
د جمات امامانو، هندو، عیسائې، او د بدهمت مذهبونو مشرانو او د بینکاک اوسیدونکو په جمع په هیواد کې د پرتشدد اړي گړي ورسته د امن او سوکالۍ د پاره دعاگانې ووغوښتې.
په تهائې لینډ کې د دوو میاشتو په سیاسي اړې گړې کې ٨٨ خلک وژل شوې او تر ١٩٠٠ پورې نور زخیمان شوې دي.
سیاسې نا قراري هاغه وخت رامنځته شوه کله چې د پخواني وزیراعظم تهیکسن شیناوتره پلویانو، چې سور پوشان ورته ویل کیدل، په بینکاک کې مظاهرې پیل کړې او د ښار زیاتره کاروباري مرکزونه بند کړې شول.
پوځ د زور دلارې مظاهرې ختمې کړې.
دمظاهرچیانو وینا وه چې موجوده وزیراعظم ابهيست ویجا جیوه په غیرقانونې طریقه حکومت ترلاسه کړی دی.

Recommended

XS
SM
MD
LG