لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تهائي لينډ کې پوځ مارشل لا لگولې


هائي لينډ کې د تيرو شپږو مياشتو راهسې د حکومتي واکمنه ډلې او اپوزيشن ترمينځ په واک لانجه روانه وه ، چې له امله يې په پايه تحت کې ژوند په ټپه ودرېدلی ؤ .
هائي لينډ کې د تيرو شپږو مياشتو راهسې د حکومتي واکمنه ډلې او اپوزيشن ترمينځ په واک لانجه روانه وه ، چې له امله يې په پايه تحت کې ژوند په ټپه ودرېدلی ؤ .
تهائي لينډ کې د حکومت مخالفه مظاهرو او سياسي اړي گړي وروستو پوځ مارشل لا لگولې ، خو يو پوځي جرنيل وئيلي ، چې د پوځ دغه گام پوځي بغاوت نه دی ، او زياته کړې يې ده چې د مارشل لا باوجود به مرکزي حکومت خپل کار دوامداره ساتي .
د خبري ادارې رائټرز ترمخه د تهائي لينډ د پوځ يو مشر د نوم نه څرگندولو په شرط وئيلي دي ، چې پوځ په ملک کې د اړي گړي له کبله مارشل لا نافذ کړې ده .
نوموړي زياته کړې چې دغه گام په ملک کې د گډوډي او سياسي قوتونو ترمينځ د شخړې په غبرگون کې پورته کړی شوی او دا بغاوت نه دي گڼل پکار .
پوځي جرنيل په اولس غږ هم کړی دی ، چې پوځ د اولس او سياسي غړو مرستې ته اړتيا لري .
د تهائي لينډ د پوځ لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، د پوځ مشر پرايتهـ چان اوچا چې په ملک کې په روان اړي گړي د حکومتي غبرگون مشري کوله ، د حکومتي چارواکو او پوځي افسرانو سره په گډه د ملک واگې سمبالوي .
د راپورونو ترمخه پاپه تحت بنکاک کې پوځ په سړکونو گشت کوي ، او په سرکاري ټي وي چينلو هم د پوځ سخته پېره ځائي په ځايي شوې ده .
تهائي لينډ کې د تيرو شپږو مياشتو راهسې د حکومتي واکمنه ډلې او اپوزيشن ترمينځ په واک لانجه روانه وه ، چې له امله يې په پايه تحت کې ژوند په ټپه ودرېدلی ؤ .
د تېرې مياشتې په اوومه نيټه د ملک يو عدالت د واک په غلط استعمال وزيراعظمه ينگ لگ شيناواترا او د هغې د کابينې نهه وزيرانو ته د څوکو پرېښودو امر کړی ؤ ، او د هغې وروستو په ملک کې اړی گړی لا نور سېوا شوی ؤ .
راپورونه وايي اپوزيشن غوښتنه کړې ده ، چې د ملک واک دې يوې داسې بې طرفه انتظاميې ته وسپارل شي ، د چا سره چې د ائين د نوي سره د جوړولو احتيار وي .
څيړونکې وايي چې د مارشل لا د لگولو سره دا اندېښنې هم دي ، چې د حکومت پلويان مظاهرې پيل کړي ، او نور گډوډی جوړ شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG