لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اقتصاد په برخه کې د سږ کال نوبل انعام دریو امریکایانو ته ورکړی شو


رواېل سویډش اکېډمي اف ساینسز وویل د برنېنکي، ډایمنډ او ډېوېک د ۱۹۸۰ د لسیزې راهسې تجزیې د مالي بازار د ضوابطو او د مالي بحرانونو د مخنیوي په اړه عملي اهمیت لري
رواېل سویډش اکېډمي اف ساینسز وویل د برنېنکي، ډایمنډ او ډېوېک د ۱۹۸۰ د لسیزې راهسې تجزیې د مالي بازار د ضوابطو او د مالي بحرانونو د مخنیوي په اړه عملي اهمیت لري

د اقتصاد په برخه کې د کال ۲۰۲۲ نوبل انعام په امریکا کې مېشت دریو اقتصاد پوهانو ته په بېنکونو او په مالي بحرانونو د څېړنې په لړ کې ورکړی شو.

په نوبل انعام ګټونکو کې د امریکې د فېډرل رېزرو پخوانی مشر بېن برنېنکي، د شکاګو یونېورسټۍ ډګلس ډایمنډ او په مېزوري ریاست کې د واشنګټن يونېورسټۍ فلپ ډېوېک شامل دي.

د اقتصاد په برخه کې د نوبل انعام ګټونکو نومونه د اعلانولو په اړه رواېل سويډش اکېدمي اف ساینسز وویل انعام ګټونکو اقتصادي ماهرینو په اقتصاد او په خصوصي توګه په اقتصادي بحرانونو کې د بېنکونو د کردار په اړه د خلکو پوهه زیاته کړې ده او د څېړنې اهمه موندنه یې دا ده د بېنکونو د ناکامۍ مخه نیول ولې ضروري دي؟

د اقتصادي ساینس په اړه د نوبل کمېټۍ مشر ټور اېلېنګسن وویل د امریکايي اقتصادي ماهرینو خیالاتو د سنګینو اقتصادي بحرانونو د مخنیوي او د بدحالۍ ښکار ادارو سره د مالي مرستي په اړه پوهه زیاته کړې ده.

رواېل سویډش اکېډمي اف ساینسز وویل د برنېنکي، ډایمنډ او ډېوېک د ۱۹۸۰ د لسیزې راهسې تجزیې د مالي بازار د ضوابطو او د مالي بحرانونو د مخنیوي په اړه عملي اهمیت لري.

اکېډمۍ په خپل بیان کې وویل د ډایمنډ او ډېوېک نظریه ښښي چې بېنکونه د منځګړي کردار ادا کوي خلک پکې د خپل بچت پېسې کښېودلی شي ، خلک خپلو پېسو ته لاس رسی لري او کله چې وغواړي نو خپلې پېسې اخیستلی شي او بېنکونه قرض دارانو ته د اوږدې مودې قرضونه هم ورکوي.

اکېډمي وویل ډایمنډ دا هم ښښي چې بېنکونه اهم سماجي کردار ادا کوي او د پېسو بچت کونکو او د قرض اخیستونکو ترمنځ منځګړي وي، بېنکونه دا کتنه کوي چې قرض اخیستونکي د اعتماد وړ دي او دا چې قرضونه به د ښې سرمایه کارۍ دپاره استعمالوي.

رواېل سویډش اکېډمي اف ساینسز وویل برنېنکي د ۱۹۳۰ د ګرېټ ډپرېشن یا په امریکا کې د جدید تاریخ بدترېن اقتصادي بحران تجزیه کړې او دا يې ښودلي چې د دغه اقتصادي بحران په ژورتیا او اوږدېدو کې د بېنکونو کار څنګه فېصله کن سبب و؟

اکېډمي وویل برنېنکي ښښي چې د اقتصادي بحران په مهال بېنکونه تباه شول نو د قرضدارانو په اړه اهم معلومات هم تباه شول او په نتیجه کې يې د ټولنې دې صلاحیت ته سنګینه ضربه ورسېدله د بچت پېسو ته د ګټه ورې سرمایه کارۍ مخه ورکړي.

امریکايي اقتصاد پوهانو ته به د نوبل مېډل ترڅنګ نهه لکه ډالر انعام هم ورکړی کېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG