لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټېلرسن: نه ده پکار چې د داعش خلاف جنگ څخه توجه لرې کړو


ټېلرسن په کویت کې د داعش ضد هغه نړي وال ائتلاف غړو هېوادونو غونډې ته وینا کوله چې په کال ٢٠١۴ کې جوړ شوی او امریکا يي مشري کوي
ټېلرسن په کویت کې د داعش ضد هغه نړي وال ائتلاف غړو هېوادونو غونډې ته وینا کوله چې په کال ٢٠١۴ کې جوړ شوی او امریکا يي مشري کوي

په داهسې حال کې چې په شام او عراق کې د داعش وسلوال د زیاترو سیمو څخه ویستل شوي دي، د امریکې خارجه وزیر رېکس ټیلرسن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل نه ده پکار چې د ډلې خلاف د جنگ نه توجه لرې کړی شي.

ټېلرسن په کویت کې د داعش ضد هغه نړي وال ائتلاف غړو هېوادونو غونډې ته وینا کوله چې په کال ٢٠١۴ کې جوړ شوی او امریکا يي مشري کوي.

د نړي وال هدف د هوايي بمبارۍ دلارې داعش خلاف جنگ و. ددې نه علاوه د ائتلاف کوښښ و چې د داعش مالی سرچیني بندې او ډلې ته د خارجي وسله وال ورتگ مخه ونیول شي

ښاغلي ټېلرسن د کویت غونډې ته وویل، "داعش اوس هم د دې سیمې، زمونږ وطنونو او د نړۍ نورو برخو ثبات دپاره سنگین خطر دی."

رېکس ټیلرسن وویل په کال ٢٠١۴ کې کله چې داعش خپل سره خلافت اعلان کړو نو په عراق او شام کې یې ٩٨ فیصد علاقې نیولې وې خو اوس صورتحال بدل شوی دی.

امریکايي خارجه وزیر وویل "په عراق او شام کې ايي اېس ايي اېس په یاغېتوب کې د بدلیدو کوښښ کوي او د افغانستان، فلېپینز، لیبیا او مغربي افریقا غوندې ځایونو کې داعش د ځان دپاره د پناه ځایونو جوړولو کوښښ کوي."

د کویت د غونډې نه وړاندې د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ یو چارواکي وویل پکار ده چې نظر په لوې مقصد وساتل شي او وړې مسلې د لارې خنډ نه دي جوړول پکار. د هغه اشاره د شمال‍ي شام په عفرین سیمه کې د ترکي او د سیرین ډیموکریټک فورسز ترمنځ شخړې ته وه. د سیرین ډیموکریټک فورسز ځواکونه د امریکې په ملاتړ جنگیږي.

د سټیټ ډپارټمنټ چارواکې وویل رېکس ټېلرس د ترکي د تشویش نه خبر دی. هغه وویل د مسلو حل د خبرو دلارې راویستل کیدی شي او هم په دې خاطر به ښاغلی ټېلرسن د ترکي چارواکو سره د خبرو دپاره انقره ته ځي.

رېکس ټېلرس دا وخت د سیمې په دوره دی. د کویت نه وړاندې هغه مصر ته تللی و. بیا به ترکي، اردن او لبنان ته هم ورځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG