لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه ته 400 ټنه امدادي سامان روان شوی خو مرسته کونکي وايي دغه پوره نه دی


تېره ورځ د ساېپرس نه د ۴۰۰ ټنه خوارکي موادو او نورو بشري مرستو ډکې د دریو کشتیو قافله غزه ته روانه شوې چرته چې د لوږې په اړه اندېښنې مخ په زیاتیدو دي.

د وړلډ سنټرل کچن په نامه خېراتي ادارې ویلي د امدادي سامان په دغه قافله کې د یو مېلین(لسو لکو) پورې خلکو لپاره خوارکي مرستو کې وریجې، اووړه، پاسته او په ډبو کې بندې سبزیانې او کجورې دي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه مرستې به کله غزه ته ورسیږي خو د روانې میاشتې په شورو کې تللي یو سمندري جهاز غزه ته ۲۰۰ ټنه خوراک، اوبه او نورې مرستې رسولې وې.

ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو د روانې میاشتې په پېل کې خبرداری ورکړی چې په ویجاړ شوي غزه پټۍ کې لوږه یا قحط شورو کیداې شي. د بشري مرستو کونکې ادارو چارواکو ویلي چې په سمندر او هوايي جهازونو نه دغه ځاې ته مرستې لیږل پوره نه دي او اسرایل دې باېد د سړک په لار مرستې پرېږدي.

د ملګرو ملتونو لوې عدالت هم اسرایل ته امر کړی چې جنګ ځپلې غزه ته دې په زمکنۍ لارو نور مرستې پرېږدي.

د ډزبندې خبرې اترې بیا شورو کیداې شي: سرچینې

د مصر سرکاري ټي وي چینل القاهر د مصر امنیتي سرچینو د خلې ویلي چې د اسرایل او حماس تر منځه خبرې اترې نن د اتوار په ورځ بیا شورو کیداې شي. یاد ټي وي سټېشن د مصر د استخباراتي ادارو سره نژدې اړیکې لري.

په اسرایل د حماس وسله والې ډلې لخوا د اکتوبر په ۷مه نېټه شوي برید وروسته شوور شوې جګړه کې یواځې د یوې اونۍ ډزبندي شوې ده. د حماس په دغه خونړي برید کې ۱۲۰۰ اسرایلیان چې زیاتره یې عام خلک وو، وژل شوي وو او د حماس وسله والو ۲۵۰ کسان تښتولي هم وو. تېره ورځ بیا یو شمېر اسرایلیانو د وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو د حکومت پرضد مظاهره کړې او د هغه نه یې د استعفا غوښتنه کړې.

د حماس لخوا تښتول شوي اسرایلیانو کورنیو ژمنه کړې چې دوي به په ګرد اسرایل کې کوڅو ته راوځي. د یو تښتول شوي اسرایلي اوهد بن عامي مېرمن راز بن عامي ویلي ٫٫ مرکچیانو ته واک ورکړۍ او ورته اوایئ چې بې لوظنامې مه راځې. زمونږ خپلوانی بیرته راولئ.٬٬

د نژدې شپږو میاشتو په دې جګړه کې د غزه ودانۍ، هسپتالونه، سکولونه/ مکتبونه او سړکونو تباه کړي او د دغه ځاې د بجلۍ سټېشن او د اوبو نظام هم د منځه وړی. د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو امدادي ادارو تر مخه د غزه ۲.۳ میلینه (۲۳ لکه) ابادۍ ۸۰ سلنه برخه بې کوره شوې.

په غزه کې د خیمو جوړ المواصي مهاجر کېمپ یوه اوسیدونکې وايي چې ماشومانو یې د جنګ نه وړاندې خپل یادونه باېللي دي.

د غزه د صحت وزارت تر مخه په دې جګړه کې تر اوسه ۳۲۷۰۵ فلسطینیان وژل شوي او یواځې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲ مړي هسپتالونو ته راوړل شوي. د صحت دغه وزارت بیا په وژل شوي کسانو کې د عامو خلکو او حماس جنګیالو تر منځه توپیر نه کوي خو دعوه کوي چې وژل شوي کسانو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

خو اسرایل بیا دعوه کوي چې د وژل شوو کسانو په دریو کې یو وسله وال دي، خو د دغه دعوې په اړه یې کوم ثبوتونه نه دي وړاندې کړي. اسرایل په حماس تور لګوي چې د عامو خلکو د مرګونو ذمه وار دي ځکه چې دغه ډله د خلکو د اوسیدو د ځاې نه عملیات کوي.

د خالي/ شنبې په ورځ د اسرایل پوځ بیا د غزه په ساحل د دوو فلسطینیانو د وژلو او د دریم د ژوبل کیدو د پېښې پخلی کړی.

د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG