لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مخکیني امریکایي پوځي مشران: له افغانستانه په را وتلو کې د ګډوډۍ سبب د بایډن حکومت ناکامه پلان وو


د امریکې د پوځ دوه مخکینيو اعلی پوځي جنرلانو د صدر جو بایډن پر حکومت تور پورې کړی چې وایي د پلان په جوړولو کې ناکامي یې د دې سبب شوه چې د 2021م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر له ګډوډۍ سره مخ شو.

د امریکې د ګډو ځواکونو مخکیني مشر جنرل مارک میلې او د امریکې د پوځ د مرکزي کمانډ پخواني مشر جنرل فرانک مکېنزي دا خبرې د مارچ پر 19مه د کانګرس د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو کمېټۍ په اورېدنه کې وکړې.

دواړو جنرلانو په غونډه کې وویل چې د صدر بایډن حکومت له افغانستانه د خپلو پوځونو د را ایستلو لپاره په کافي اندازه پلان نه درلود او د دې بهیر د پیلېدو لپاره یې دوی په مناسب وخت کې نه وو خبر کړي.

جنرل مارک میلې وویل امریکې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د پوځ او ریاست په جوړولو کې مرسته وکړه خو وایي ملت یې جوړ نه کړ ځکه چې وایي طالبانو کابل ونیو، افغان حکومت سقوط شو او هغه پوځ ختم شو چې امریکا یې ملاتړ کاوه. د جنرل میلې په وینا دا د امریکې "یوه سټرېټیجیکه ناکامي" وه.

د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر مایکل مککال د اورېدنې په مهال د امریکې پر دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د انخلا د عملیاتو پر مهال یې د ځينو مسایلو په اړه د دوی پوښتنو ته پام نه وو کړی او نه یې ورته جواب ویلی وو.

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت چارواکو هم هغه وخت بیا بیا خبرداری ورکړی وو چې د بهرنیو ځواکونو په بیړه وتل به د ګډوډۍ سبب شي او هغسې وشول چې د امریکایي ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم طالبانو په څو میاشتو کې د افغانستان ټول ولایتونه ونیول او د 2021م د اګست پر 15مه د اشرف غني په مشرۍ حکومت بشپړ سقوط شو.

جنرال میلې زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د غیرپوځي پرسونل د را ایستلو پرېکړه د اګست پر 14مه وکړه او د امریکا پوځ د دې بهیر لپاره په دومره "چټکۍ چمتو شول او ترتیبات یې برابر کړل" چې د ده په وینا د نړۍ بل هیڅ پوځ یې نه شي کولای خو وایي دا پریکړه "ډېره ناوخته" وشوه.

د مرکزي کمانډ پخواني مشر جنرل فرانک مکېنزي د استازو اېوان کمېټۍ ته وویل، پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو څو اوونۍ او څو میاشتې وړاندې د دفاع وزارت د بهرنیو چارو له وزارته د انخلا پر پلان ټینګار کاوه خو وایي دا اندېښنه یې درلوده چې د بهرنیو چارو وزارت چمتو نه وو:

"موږ د جولای په نهمه په سیمه کې ځواکونه درلودل خو هیڅ مو نه شوی کولای. د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې وخت وژونکې نیمګړتیا وه چې د اګست په میاشت کې د ګډوډیو سبب شوه".

د دغو پخوانیو اعلی امریکایي پوځي جنرلانو له څرګندونو معلومیږي چې د افغانستان د جګړې د ختمېدو په وروستیو ورځو کې پوځي مشرانو او د صدر جو بایډن د حکومت تر منځ اختلافات موجود وو.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د دغو دوو پخوانیو پوځي جنرلانو تازه څرګندونو ته جواب نه دی ویلی، خو صدر بایډن تر دې وړاندې بیا بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د را ایستلو د‌ پرېکړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې نور یې نه غوښتل امریکایي پوځیان په هغه هېواد کې و وژل شي.

جنرل مارک میلې او جنرل فرانک مکېنزي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د څارلو ذمه واري پر غاړه درلوده. جنرال مکېنزي د استازو اېوان د کمېټۍ په اورېدنه کې وویل:

"زما په ګومان کومې پېښې چې د 2021م کال د اګست په نیمایي او آخر کې وشوې، د دې مخامخ سبب دا وو چې د انخلا بهیر څو میاشتې وځنډول شو. په حقیقت کې موږ په وروستۍ شېبه کې وو او طالبانو هیواد نیولی وو".

جنرال میلې له صدر بایډن څخه غوښتي وو په افغانستان کې دې 2,500 پوځیان پریږدي چې د طالبانو د مخنیوي لپاره د افغانستان د ځانګړو ځواکونو ملا وتړي او اجازه ورکړي چې د بګرام هوایي اډه له امریکایي ځواکونو سره پاته شي.

جنرال میلې هغه وخت ویلي وو چې په دې کار سره د امریکې پوځ ته د طالبانو د بریدونو په مقابل کې اضافي اختیار په لاس ورته، خو وایي بایډن غوښتل په افغانستان کې یواځې 650 پوځیان پرېږدي چې په کابل کې د امریکې د سفارت امنیت وساتي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG