لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور : د هېجړا سره د واده په تور سړې نېول شوی دی


پېښور : د هېجړا سره د واده په تور سړې نېول شوی دی

پاکستاني پولېسو د خېبر پښتونخوا پېښور ښار کې د هم جنسی بازۍ په تور یو سړی او هېجړا سره د نورو ملگرو نیولي دي.

پولېسو ویلي ملک اقبال نومې سړي غوښتل چې د کاشف عرف راني په نوم هېجړا سره واده وکړي خو د جنج په وخت په یوه چاپه کې یې دغه جوړه سره د څلوېښتو پورې هېجړاگانونیولي دي.
پولېسو نیول شوي ټول هېجړاگان او ملک اقبال د نهې په ورځ عدالت ته وړاندې کړی وؤ. عدالت ته هېجړاگان او ملک اقبال په یو بس کې بوتلل شوی وو.
عیني شاهدان وایي نیول شوو هېجړاگانو پولیسو ته خېرې کولی او ویل یې چې پولېس څوک خوشحالۍ کولو ته نه پریږدي.
دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان سپریم کورړ هېجړگان د یوجلا جنس په توگه منلي دي.

XS
SM
MD
LG