لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا ستره محکمه وايي د ولسمشر ټرمپ سفري بندیز زیاتره برخه عملي کیدای شي


د امریکا ستره محکمه وايي د صدر ډنالډ ټرمپ لخوا وړاندې شوي سفري بندیز په اړه دوی په خپله فیصله غور کوي ولې تر وروستۍ پریکړې پورې ددغه بندیز زیاتره برخې عملي کیدای شي.

د سفري بندیز په اړه د ټرمپ ددغه اداري فرمان له مخې به امریکا ته د شپږو ګڼ میشتو مسلمانو هیوادونو څخه د ۹۰ ورځو لپاره د مسافرو په راتګ باندې بندیز ولګول شوی او د مهاجرینو پروګرام به یې ۱۲۰ ورځې وځنډول شي.

د ټرمپ ادارې ویلي وه دغه بندیز ددې لپاره لګول شوی وه چې د امریکا خلک د بهرنيو ګواښونو په مقابل کې په غوره توګه وژغورل شي.

ددغه سفري بندیز پلي کیدل د دوو جلا محکمو په واسطه ځنډول شوي هم وه چې یوه یې په هوايي ایالت او دوهمه یې په میریلنډ کې وه.

خو د امریکا تر ټولو لوړې محکمې دغه سفري بندیز ته په لږ توپیر وکتل او اجازه یې ورکړه چې امریکا ته د لیبیا، ایران، سومالیا، سوډان، سوریې او یمن څخه د مسافرو په راتګ باندې بندیز ولګول شي او د مهاجرو پروګرام یې د اوس لپاره وځنډول شي.

دوی زیاتوي چې د هغو بهرنیانو د سفر په اړه به بندیز نه لګول کیږي څوک چې په امریکا کې د یوه شخص یا ادارې سره بااعتباره اړیکه ولري.

دا کوم ډول اړیکه دي؟

پدې اړه محکمې د بیلګې په توګه کورنۍ اړیکو، په پوهنتونو او کالجونو کې داخله اخیستونکو، کار کونکو او دندو ته راتلونکو یادونه کړې چې دغه سفري بندیز به پرې نه لګول کیږي.

ټرمپ ویلي دي چې دغه اداري فرمان به یې د سترې محکمې له حکم څخه وروسته په ۷۲ ساعتونو کې پلی شي.

تمه ده چې د امریکا ستره محکمه به ددغه سفري بندیز په اړه خپله حکم په راتلونکي مني کې واوروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG