لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امريکا کې دجنسي تورونو په سر د کانگرېس دریم غړي هم خپله څوکۍ پرېښودله


د جنسي زور زیاتي په تورونو کی د امريکا د کانگریس دريم غړي هم خپله څوکۍ پريښودې ده.

دا وخت په امريکا کی په جنسي زور زیاتي تورن تنانو کې نه یواځې د پيژندلي کاروباريانو،هنرمندانو او خبريالانو نومونه راغلي دي بلکې د کانگریس غړي هم پکې شامل دي.

د اريزونا ریپبليکن پارټۍ نماينده ټرينټ فرينکس د خپلی استعفعا اعلان کړی، ددې څخه دمخه د کانگریس د اخلاقیاتود چارو کميټۍ ويلي وو چې د ښځو کارکونکو لخوا د نوموړي پر ضد د شکايتونو پلټنې کوي.

د زيارت په ورځ یو بيان کې ښاغلي فرينکس منلی ده چې هغه د کار په وخت ښځينه کارکونکو سره په داسی مسلو غږيدلی چې دوي يي نا ارامه کړي خو هغه خبرونه يې رد کړي چه د دويی سره يي په جنسي توگه سم چلند نه دی کړی.

د نوموړي د استعفعا وړاندې د امريکا يو بل سينېټر ال فرينکن هم اعلان کړی چې هغه به خپله څوکۍ پريږدي. په ال فرینکن باندی هم يو شمير زنانوود جنسي زور زیاتي تورونه لگولي وو.

نوموړي د خپلی څوکۍ نه د گوښه کيدو اعلان کولو په وخت وويل چې د ده لپاره هغه معیار نه دی ایښودل شوی کوم چې د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ او د الاباما ریاست سره تعلق لرونکي د سینټ څوکۍ امیدوار روې مور لپاره دی.

نوموړي ويلی "زه په دې خبره ښه پوهيږم دا يو حقيقت دی چې زه په څه وجه خپله څوکۍ پريږدم ولي هم په دی تورنو کی ککړ کس د ملک ترټولو لوړه څوکۍ باندې ناست دی او بل تن غواړي چه د سينټ يو غړی شي چا چې تنکۍ جينکو سره يي نامناسبه رویه ساتلې او د خپل گوند ورسره پوره ملاتړ دی".

د دغی سره سم د نامناسبه جنسي تورونو په لړۍ کی د ميشيگن ايالت يو پخوانی نماينده او وتلی سياستمدار د ډيموکريټ گوند جون کونيرز هم د جنسي تورونو وروستو خپله څوکۍ پريښودې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG