لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه څخه دبې کوره شوؤ کورنو دبيرته ستنولو تيارۍ


دوفاق تر انتظام لاندې دقبائيلي سيمو چارواکو خيبرايجنسۍ کې دپاکستاني پوځ اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ دروانو نښتو له امله محفوظو سيمو ته د دمنتقل شوؤ 17,000ؤ بې کوره شوؤ کورنو خپلو سيمو ته دستنو تيارۍ پيل کړي دي.
دچارواکو ترمخه دفاټا دلاء اينډ ارډر سيکرټري دباغ ميدان سيمې دډي نوټيفيکيشن تحريري هدايات جاري کړي دي اؤ دفاټا ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي ته دسيمې څخه دبې کوره شوؤ خلکو دبيرته واپسۍ لپاره دمنصوبه بندۍ جوړولو وينا شوې ده.
چارواکو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي چې په ١٨ مارچ دطالبانو لخوا په باغ ميدان علاقه دکنټرول ترلاسه کولو وروستو دملک دين خيل ، برقمبرخيل، شلوبر، ادم خيل اؤ زخه خيل سره تعلق لرونکې 17,140 کورنۍ دسيمې څخه وتلې وې.
چارواکو وويل چې ددغو ټولو کورنو څخه 10,010 کورنو ته دکرمې ايجنسۍ دسدې سره نزدې په نوي دراني کيمپ اؤ ٨٦ ؤ ته دنوښار په جلوزو کيمپ کې پناه ورکړل شوې اؤ خواؤشا ١٠٠٠ؤ نورو په کرمه ايجنسۍ کې دخپلو خپلوانو کره اوسيدو ته اوليت ورکړى اؤ پاتې نور اورکزو ايجنسۍ، هنگو، کوهاټ اؤ پيښور ته تللي.
پوځ په سيمه کې دتندلارو په ضد ديوې موثرې کارروايۍ په ترڅ کې په تاريخي باغ مرکز قابو ترلاسه کړې.
دسيمې څخه دطالبانو په ويستو کې په ملک دين خيل، شلوبر اؤ بر قمبر خيل قبيلو مشتملو رضاکارانو هم دامنيتي ځواکونو سره مرسته کړې ده.
يو سيمه ييز عيني شاهد وئيلي دي چې طالبان اوس يواځې ددوا توئي سره نزدې په زيارت مورچه، مائي دره اؤ دباغ سره نزدې په ټنډى خله سيمو کې قابض دي اؤ نوره سيمه دهغوي څخه پاکه کړل شوې ده.
هغه زياته کړې ده چې خواؤشا ٨٠ فيصده سيمه دپوځ اؤ مقامي امن کميټۍ په کنټرول کې ده اؤ زياتره طالبان په افغانستان کې مورگه ټاپ ته تښتيدلي دي.
دفاټا دلاء اينډ ارډر سيکرټري له لوري دباغ ميدان سيمې دډي نوټيفيکيشن په رڼا کې دايف ډي ايم اى چارواکي وائي چې تيراه ته دبې کوره شوؤ خلکو په امن ناکه توگه دبيا واپسۍ لپاره دموقعو پيدا کولو په اړه دجمعې په ورځ پيښور کې ددغو کډوالو دواپسۍ په اړه ددنده لرونکې کاري ډلې يوه غونډه کړې ده.
په دغه غونډه کې ديو اين ايچ سي ار اؤ ايف ډي ايم اى داستازو ترڅنگ ديونيسيف، خوراک دنړيوالې ادارې( ډبليو ايف پي) دروغتيا دنړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) دافتونو په وخت دمرستندويه صوبائي ادارو چارواکو هم برخه اخستې وه.
دغونډې برخه والو پريکړه وکړه چې دملگرو ملتونو اؤ سيکورټي مشن به په راتلونکې اوونۍ کې دتيراه دډي نوټيفيائيډ سيمو څخه ليدنه کوي اؤ په دغه اړه به دخيبرايجنسۍ پوليټيکل انتظاميه اسانتيا ورکوي.
دايف ډي ايم اى يو چارواکى وائي هغوي ته چې کله دملگرو ملتونو دمشن له لوري منظوري ترلاسه شي نو په سمدستي ډول به دټولو 17,140 کورنو خپلو سيمو ته دستنولو عمل پيل کړي اؤ زياته يې کړه چې هغوي تيراه ته دبې کوره شوؤ خلکو په تُندۍ اؤ په پرامنه ډول دکډوالو دواپسۍ لپاره ټولې تيارۍ سرته رسولي دي.
عيني شاهدان وائي چې دسيمه ييزې امن کميټۍ يو مشر سراج الدين هم خلکو ته په راتلونکې اوونۍ کې خپلو کورونو ته دستنيدو پيغام ورکړى دى.

Recommended

XS
SM
MD
LG