لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په صدر ټرمپ او مېرمن کې يې د کرونا وايرس پخلی شوی


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په خپله ويلي په هغه او مېرمن مېلانيا ټرمپ کې د کرونا پخلی شوی او هغوی دواړو ځان قرنطين کړی دی.

نوموړي په خپله په ټويټر دغه خبر ورکړی دی.

د سپينې ماڼۍ ډاکټر سين کونلی د صدر او مېرمنې د کرونا وايرس د مثبتې معاينې پخلی کړی دی.

هغه ويلي صدر او لومړۍ مېرمن [خاتون اول] د دواړو صحت ښه دی او پلان لري چې د درملنې په مهال به په سپينه ماڼۍ کې په کور دننه پاتې شي.

ډاکټر زياته کړې هيله ده چې صدر د ښه کېدو پورې خپله دنده بې د ځنډ دوامداره وساتي او هغه [ډاکټر] به تاسو وخت په وخت د هغه د حاله خبروي.

مېلانيا ټرمپ هم په ټويټر ویلي، "څنګه چې سږ کال کرونا ډېرو امریکايانو ته شوې زما او د صدر ټرمپ د کرونا معاينې هم مثبتې راغلي دي او په کور کې قرنطين شوي يُو، مونږ په صحت ښه يو او زه خپله راتلونکي ټول پروګرامونه ځنډوم او دا يقیني کړئ چې تاسو خوندي پاتې شئ او مونږ به بيا يو ځای شو".

سپينې ماڼۍ ويلي د صدر ټرمپ په نزدې کې راتلونکې سياسي غونډې به زر منسوخ کړی شي.

د صدر ټرمپ او د هغه د مېرمنۍ په کرونا د اخته کېدو سره د خبر مخې ته راتلو سره د امریکا د ونډو بازار ټيټ شوی او صدر ټرمپ د انتخاباتو کمپاين يې د ځنډ ښکار کړی دی، دا په داسې حال کې چې د امریکا صدارتي انتخاباتو ته نزدې مياشت پاتې ده او د هغه مخالف جوبايډن د انتخاباتو په زغل کې مخکې دی.

له دې وړاندې د زیارت/ پنجشنبې په ورځ صدر ټرمپ ویلي په سلاکاره کې يې د کرونا پخلی شوی او د هغې وروسته هغه او مېرمن يې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ټېسټونه ورکړي او د هغې پورې ځان قرنطين کوي.

هغه ويلي ؤ هوپ هېکس چې سخت کار کوي بې د څه دمې نه، هغې ته د کرونا وايرس ورپورې شوي دي.

ويل شوي هېکس د شورو/ چهارشنبې په ورځ د صدر ټرمپ سره لاريون/ جلسې ته ورغلې او د زيارت په ورځ يې د کرونا ټېسټ مثبت راغلی ؤ.

صدر ټرمپ د زیارت په ورځ د نورو چارواکو سره د سياسي فنډ راټولولو دپاره نيوجرسي ته ورغلی او هلته يې د نزدې نه د خلکو سره ليده کاته شوي دي.

د وي او ای د خبر ترمخه صدر ډانلډ ټرمپ چې عمر يې په اتمه لسيزه کې دی عمر یې د کرونا د زیاتې خطرې سره مخ دی، خو بيا ورسره ويل کيږي د هغه صحت يا روغتيايي حالت ښه دی.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په امریکا کې دوه لکه7808 کسان مړه کړي او 72لکه 77زره 814 کسانو کې د کرونا پخلی شوی دی.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په 188 هېوادونو کې يو ملين 22848 کسان مړه کړي چې پکې د مړينو تر ټولو زياته شمېره په امریکا کې ده.

XS
SM
MD
LG