لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وايي پاکستان له به خپله پالیسي بدلول وي

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه.

صدر ټرمپ خبردارې ورکړی چې اوس وخت راغلی چې پاکستان تهذیب، سولې او امن لپاره خپله ژمنه ښکاره کړي.

صدر ټرمپ ویلي ٫٫ مونږ پاکستان په بلینونو ډالره امداد ورکړی، او هم په دغه موده کې پاکستان بیا هغه ترهګرو له پناه ورکړی د چا سره چې مونږ جنګیږو. خو اوس به دغه هر څه بدلیدل وي. او دا بدلون به ډیر زر راوستل وي. د هغه هیواد سره نوره ملګرتیا نه شي کیدلی، څوک چې هغه ترهګر پالي چې د امریکا عسکر او خلک وژني.٬٬

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په خپله وینا کې که یو خوا په پاکستان سخت ټکونه وکړل نو سره د دې يې د پاکستان لخوا د ترهګرۍ پرضد ورکړي قربانې او همکاري هم اوستایله. صدر ټرمپ ویلي پاکستان پخوا یو خه ملګری پاتې شوي، زمونږ د عسکرو تر مینځه د ګډ دشمن پرضد خه همکاري وه. د پاکستان اولس د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ډیرې قربانۍ ورکړي. مونږ دغه ټولې قربانۍ منو، خو سره د دې هر څه پاکستان هغه ټولو ترهګرو ډلو له پناه هم ورکړی څوک چې هر ورځ زمونږ خلک وژني.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په خپله وینا کې که یو خوا په پاکستان سخت ټکونه وکړل نو سره د دې يې د پاکستان لخوا د ترهګرۍ پرضد ورکړي قربانې او همکاري هم اوستایله.

نور کتل

XS
SM
MD
LG