لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ د افغانستان نوي تگلاره، امریکايي مطبوعات څه وايي؟


په پوله د تاو تریخوالي ورسته د افغان او پاکستاني ځواکونو یوه غونډه
په پوله د تاو تریخوالي ورسته د افغان او پاکستاني ځواکونو یوه غونډه

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به د افغانستان په اړه د خپل حکومت نوي تگلاره واشنگټن سره نژدې په ارلنگټن ښار کې د فورټ مایر په نوم پوځي قلعه کې د گل، دوشنبې، په ماسخوتن نهه بجې عسکرو ته خپل تقریر کې اعلانوي.

د افغانستان په اړه د صدر ټرمپ د حکومت نوي تگلارې ته په جنگ ځپلې هیواد کې د پات فارورډ یا "د وړاندې تگ لار" نوم ورکړی شوی دی. دې تگلارې ته د حتمي شکل ورکولو لپاره د هلو ځلو مشري امریکې د قامي سلامتیه مشیر جنرل مک ماسټر کوله.

امریکايي مطبوعات وايي دا تگلاره نه یوازې د افغانستان دپاره ده بلکې د ټولې جنوبي ایشیا سیمې دپاره هم ده چې پکې پاکستان ته په خصوصي توگه پام لرنه شوي ده شوي ده.

جنرل مک ماسټر ویلي پاکستان به د وسله والو په اړه خپل دریځ بدلوي.

د امریکې د ای بي سي ټیلي وژن ترمخه، صدر ټرمپ دا خبره منلي ده چې په افغانستان کې جگړه امریکا نه گټي. "مونږ گټونا...مونږ بیلو،" ای بي سي د امریکايي چارواکو په حواله د صدر ټرمپ له قوله ویلي.

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیره زیاتول به د نوي تگلارې یو ممکنه اړخ وي. خو نیویارک ټایمز وايي صدر ټرمپ او د هغه د حکومت مامورین د ډیر وخت راهسې په داسې تگلاره غور کوي چې د پخواني صدر براک اوبامه د دریځ نه مختلفه وي.

د امریکې خبري ادارې ایسوسي ايټډ پریس امکان څرگند کړی چې ممکنه ده د نوي تگلارې دلاندې صدر ټرمپ افغانستان ته د ۴٠٠٠ نه زیات نور امریکايي عسکر ولیږي او ددفاع وزارت یا پینټگان په دې لړې کې د حتمي اعلان انتظار کوي.

ای پي وايي افغان پوځي کمانډران هم وايي په موجوده پړاؤ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا به د نقصان خبره وي او په تیرو وختونو کې چې کومې لاس ته راوړنې شوي دي، دا به بیلي.

نیویارک ټایمز وايي د امریکايي حکومت چارواکي د ډیر وخت راهسې کوښښ کوي چې پاکستان په دې خبره قانع کړي چې په خپله خاوره د طالبانو پناه ځایونه ختم کړي خو په دې لړ کې يي څه ډیره کامیابي نه ده ترلاسه کړې.

امریکايي او افغان چارواکي د ډیر وخت داهسې گڼي چې پاکستان د طالبانو د حقاني ډلې سره نژدې روابط لري او دا هم حقاني ډله ده چې افغان مامورین وايي په افغانستان کې په گڼ شمیر حملو کې لاس لري.

څیړونکي وايي که چرې پاکستان د حقاني ډلې په اړه څه ډیره همکاري و نه کړي نو ترهگرۍ خلاف د کومک په سر هیواد ته د امریکې پوځي امداد د زیاتې څارنې دلاندې راتللی شي.

د امریکې د قامي سلامتیه سلاکار جنرل مک ماسټر هم ویلي دي چې وخت راغلی چې پاکستان خپله تگ لاره بدله کړي.

دا میاشت د افغانستان د دورې په مهال جنرل مک ماسټر وول وویل چې پاکستان دې وسله والو د ملاتړ خپله د تضاد نه ډکه خپله تگ لاره بدله کړي. د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترمخه، مک ماسټر دغه خبره په یوه ریډیو مرکه کې کړې ده.

"صدر (ډانلډ ټرمپ) دا خبره واضحه کړې ده چې مونږ په سیمه کې د موجودو (هیوادونو) په رویه کې بدلون لیدل غواړو چې پکې هغه (هیوادونه) هم شامل دي طالبانو، حقاني ډلې او نورو (تنظیمونو) ته پناه ځایونه او مرکزونه ورکوي،" جنرل مک ماسټر وویل.

نیویارک ټایمز وايي د صدر ټرمپ د حکومت دا هم غوښتنه ده چې د نیټو اتحادي هیوادونه دې هم په افغانستان کې د ځواکونو پرځای کولو لوظ وکړي ځکه چې د ډانلډ ټرمپ خواهش دی چې د نیټو اتحادیان دې زیات بار په خپلواوږو واخلي.

په داخلي کچه د صدر ټرمپ حکومت به د امریکې ولس ته هم دا باور ورکوي چې په افغانستان کې به د امریکې پوځي موجودگي تر ابده نه وي.

په موجوده وخت کې ٨۴٠٠ امریکايي عسکر په افغانستان کې موجود دي چې د نیټو د ١٣٠٠٠ ځواکونو برخه ده. د دې نړي والو عسکرو زیاتره دنده د افغان امیني قواو تربیه او مشاورت دی. د داعش او نور وسله والو خلاف جنگیدو دپاره ٢٠٠٠ نور امریکايي عسکر هم په افغانستان کې پرځای کړی شوي دي.

په کانگرس کې ځینې سخت دریځه قانون سازانو په صدر ډانلډ ټرمپ دا تنقید هم کولو چې د افغانستان په اړه خپله تگلاره پرځای کولو کې يي د ځنډ نه کار اخیستلو. د افغانستان په سر په صدر ټرمپ تنقید کونکو کې د واک ریپبلیکن پارټۍ سنیټر جان میک کین هم شامل. سنیټر میک کین سنیټ د عسکري چارو د کمیۍ مشر، هغه ویلي امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د ماتي سره مخامخ دي.

امریکايي او افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې پاکستان د افغان طالبانو او په خصوصي د حقاني ډلې ملاتړ کوي او وسله وال هم د هلته نه په افغانستان کې د حملو مشري او منصوبه سازي کوي. پاکستان وسله والو د حمایت دا خبرې ردوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG